تاند- د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر له پر له پسې ناکامیو او د وسله والو طالبانو له بریدونو وروسته نن اسعفا ورکړه.
په وروستیو دوو اوونیو کې په کابل کې لږترلږه ۹ چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي دي چې تر ټولو وروستی یې تېر ماښام د افغانستان ملي شورا ته نژدې د بهرنیانو پر یوه مېلمستون و چې په ترڅ کې یې د جنوبي افریقا ۳ اتباع او یو افغان ووژل شول.
جنرال ظاهر وویل چې د تېرې شپې په برید کې د جنوبي افریقا درې اتباع، چې پلار، زوی او لور ول ووژل شول.

ده په یوه خبري غونډه کې د پرونۍ پېښې په اړه وویل چې حمله کوونکو ودانۍ ته له ننوتو سره سم لومړی د موسسې رييس وویشت.
د جنرال ظاهر له خبري غونډې وروسته د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي رسنیو ته وویل چې امنیه قومندان استعفا کړې ده.
ستانکزي وویل:«جنرال ظاهر ظاهر د کورنیو چارو وزیر ته ویلي چې نور نه غواړي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي. د کورنیو چارو وزیر د ده استعفا ومنله.»
طالبانو ویلي چې په پرونۍ حمله کې یې عیسوي تبلیغیان ویشتي دي.

دا یو ډیر ښه خبر دی چی له یوی خوا د مسوولیت د نه پرځای کولو لپاره یو مسوول چارواکی په خپله ناکامی اعتراف کوی او له دندی ګوښه کیږی. له بلی خوا د باد راوړو څوکیو لپاره بی کفایته ، خود خواه ، مغرور ، ایران پلوی قوماندان له یوی داسی څوکی لری کیږی چی د مهمو سیاسی ، اقتصادی، اجتماعی ، فرهنګی پالیسو جوړونکی ښار او د ټول هیواد مرکز مسوول و.
زما په نظر په راتلونکی کی د دی حساس مقام لپاره یو مسلکی ، د بشر په حقوقو پوه، تجربه لرونکی ، زړور ، با کفایته شخص چی ځان ټول هیواد او ولس ته مسوول وبولی ، مقرر شی او ترڅنګ یی د کابل ښار د ټولو حوزو او نور مفسد ، غله ، رشوت خواره ، سمت پرست ، جنایتکاره قوماندانان له دندو لری او د هغوی په ځای داسی پاک کسان مقررشی چی د ټول هیواد په سطحه نمونه او مثال وی. پدی صورت کی به د یوه نوی او سرلوړی آباد او مصوون افغانستان بنسټ یوځل بیا کیښودل شی او د ښاغلو اشرف غنی او عبدالله د ملی یوالی حکومت تاریخی دوره شروع او زمونږ د هیواد را تلونکی نسلونه به هغه د تاریخ په کتابونو کی ولولی.
د داسی ورځی د راتلو په انتظار.