دبلخ ادبي خوځښت څانګې میرمن ادبي کلتور ې بهیر خپله اونیزه غوڼډه د۱۳۹۲ لمریز کال دچنګاښ په ۱۳ نیټه دبلخ ادبي خوځښت په کتابتون کې ترسره کړه .
غوڼډه دآسیه احساس لخوا دقرانکریم دڅو مبارکو ایتونو په لوستلو پیل شوه او دویاندیي چارې یې د زهرا کاکړ لخوا پرمخ وې وړل شوې.په دې غوڼده کې ساینا ساپۍ کوربڼه او وړوکې جنت مېلمنه وه.
دغوڼدې په لومړي سرکې حمیدې ځلا دتیرې اونۍ دغوڼډې په هکله خبرې وکړې .نوموړې دبهیر په غړو دغیر حاضرۍ له کبله نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې دیوشمیر غړو دغیر حاضرۍ له کبله راپور هم خپور نشو او دمشاعرې برخه هم ترسره نشوه.حمیدې ځلا وویل په تیره اونۍ کې یوازې دبحث برخه دګډونوالو له خوا ترسره شوه چې مو ضوع یې زده کړې دپښتنو میرمنو دلاس رسۍ لارې چارې وې چې هرګډون کونکې په خپل وار سره پرې خبرې وکړې زهرا کاکړ وویل چې دهر پښتون او پښتنې چې زده کړې ته لاس رسۍ ولري دنده يې ده چې د نا لوستو پښتنو لاس نیوی وکړي.وروسته ټولو ګډونوالو پریکړه وکړه چې نور به هڅه کوې چې تل دبهیر غوڼډو ته حاضر شي .په دې غوڼده کې دآزادې مشاعرې برخه ساینا ساپۍ دخپلې نثري ټوټې په لوستلو سره پیل کړه دساینا ساپۍ نثري ټوټه چې له یوازیتوب نه دخلاصون لارې چارې پکې رااخیستل شوې وې دګډونوالو لخوا وستایل شوه ، حمیدې ځلا هم دانځور تر نوم لاندې خپله نثري ټوټه ګډونوالو ته واوروله چې ګډونوالو لخوا ډيره خوښه شوه زهرا کاکړ وویل چې دساینا سآپۍ او دحمیدې ځلا په شان داسې لیکنې باید په سایتونو کې خپرې شي تر څو ددغه بهیر نورې غړې هم دا ډول لیکنو ته وهڅول شي. ورپسې زهرا کاکړ دټولنې او خلکو دکړو وړو داصلاح په هکله خپل لیکلی مطلب ولوست .چې ددې اوني دبحث موضو ع هم دزهرا دمطلب له دغې جملې چې پکې یو مشهور متل څه چې کرې هغه به ریبې کارول شوی وو وټاکل شوه او ګډونوالو په خپل وار سره خبرې پرې وکړې آسیه احساس دزهرا دلیکنې په تائید سره وویل :هر انسان ته لازمه ده چې د کړو وړو اصلاح له خپل ځان نه پیل کړې او په خپله وینا او عمل کې ښه والی راولي. ساینا هم دزهرا دلیکنې په ستایلو سره زیاته کړه چې دا ډول لیکنې کولای شي چې خلکو ته دژوند دښه والې په برخه کې لارښونې وکړي.اوخپلو کړو وړو ته دهر انسان پام را وګرځوي.
دغوڼډې په پای کې ساینا ساپۍ یو ځل بیا له ټولو ګډونوالو وغوښتل تر څو هره اونۍ غوڼډې ته حاضر شي ،او دبهیر غونډې ټکنۍ نکړي .غوڼده دآسیه احساس په دعایې سره دپنجشنبې ورځ دمازدیګر په پېنځو بجو پای ته ورسیده . دبلخ ادبې خوځښت څانګې میرمن ادبې کلتورې بهیر غونډې په اونۍ کې یو ځل دپنجشنبې په مازدیګر څلور بجې دبلخ ادبي خوځښت ددفتر په کتابتون کې ترسره کیږي.
.