تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي چې د جنرال ظاهر ظاهر له استعفا وروسته جنرال عبدالرحمان رحیمي د کابل د نوي امنیه قومندان په توګه وټاکل شو.
جنرال رحیمي پخوا د بلخ امنیه قومندان و.
جنرال رحیمي په داسي ورځ د کابل امنیه قومندان وټاکل شو چې ډېر باور کېږي چې د نن ورځې تر پایه به د کورنیو چارو د نوي وزیر په ګډون د کابینې یو شمېر غړي اعلان شي.
تراوسه پوري د جنرال ظاهر د استعفا اصلي علت نه دی څرګند او دا هم سمه معلومه نه ده چې نوموړي په خپله خوښه استعفا کړې او که استعفا ته اړ ایستل شوی دی.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي رسنیو ته وویل چې امنیه قومندان استعفا کړې ده.
ستانکزي وویل:«جنرال ظاهر ظاهر د کورنیو چارو وزیر ته ویلي چې نور نه غواړي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي. د کورنیو چارو وزیر د ده استعفا ومنله.»
ظاهر په داسي حال کې استعفا ورکړه چې په کابل کې پر له بسې بریدونه وشول او خلکو امنیتي ځواکونو په تېره بیا پولیس د پلازمېنې د امنیت په ساتلو کې په پاتې راتلو ملامت وبلل.
په وروستیو دوو اوونیو کې په کابل کې لږترلږه ۹ چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي دي چې تر ټولو وروستی یې تېر ماښام د افغانستان ملي شورا ته نژدې د بهرنیانو پر یوه مېلمستون و چې په ترڅ کې یې د جنوبي افریقا ۳ اتباع او یو افغان ووژل شول.
وژل شوي بهرنیان پلار، زوی او لور دي.
نه خير دا زه نه منم ؟
دا كار تر شا كومه بله دسيسه لري دابه حتمي بير ته راخي او قومانان به مقرري ريزي .
دا نظام هغه دزمي داوز دو شبو باجا وزيري ته ورته دي جه هلكان به سره راتو ل شول باجا وزيري لوبي به به بر بازي كي كولي..