موبایل یې ایسته وغورځاوه. پښې یې وغځولې، لاسونه یې پر مخ راتیر کړل:
ـ همداسې دی چې اړتیا وي نه وي.
کورنۍ دنده مې خلاصه وه. کتابونه او کتابچې مې ټولې کړې. پخلنځي ته ولاړم. د انار له جوسه مې دوه ګیلاسه ډک کړل. بیرته ژر راغلم. د دې ګیلاس مې پر میز کیښود. خپل مې غوړپ کړ. ډډه مې ووهله. دې ته مې وکتل، سترګې یې چت ته نیولې وې. ما ډاډه وویل:
– که توقع کمه کړې، غم به هم کم شي
نیغه کیناسته، ګیلاس یې ورپورته کړ:
– زه نور څه نه غواړمه چې پناه ته مې اړتیا وي راسره دې وي اخر مین مې دی
ما پښه په پښه واړوله، ومې ویل:
– څوک د چا لپاره مین نه وي انسان د ځان لپاره مینه کوي
غلې شوه. کمپیوټر یې ولګاوه، بیرته یې بند کړ، ساه یې وایسته:
– فیسبوک کې هم نه شته
ما جوس ژر ژر غوړپاوه. څه مې نه ویل، دې ځیر ځیر راته کتل، لکه بې احساسه چې ورښکاره شوې یمه. راته وې ویل:
– ته نه پوهیږې چې پناه غواړې او نه وي څومره سخته ده
زه موسکه شوم. بدنۍ ته مې لاس کړ، غوښتل مې اوبه راوړم. په ګلدان کې خاوره وچه شوې وه.
کابل