رحمت الله جمالزی

له دیارلس کلن تاوتریخجن، سخت او ستونزو ډک مزل وروسته چې په دغه هېواد کې یو پاړکی له هر څه ډېر وځپل شو ووژل شو او بې کوره او بې مېنې شو، د ټاکنو له راتګ سره د ټولو په مخونو د بدلون او خوښیو موسکا خپره شوه، د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک، هغوی چې هېڅکله یې په ټاکنو کې د ګډون او رایې ورکولو تصمیم نه درلود، په ډېرې مینې او علاقې راووتل او د بدلون په هیله یې رایې ورکړې.

د افغانانو په ځانګړې توګه پښتون پاړکي تر ټولو ستره هیله امنیت راوستل او سوله وه، خو نوی حکومت چې په ملي وحدت حکومت نومول کيږي ناکام او له قانون سره په ټکر کې پیل وکړ او څه باندې دوه بې پایلې میاشتې پرې واوښتې، امنیت څرک نه لري خو یوازې په نا امنۍ کې ښه پرمختګ شوی دی.

اشرف غني احمدزي د ده له خپلې وینا سره په ټکر کې یو پراخ سهامي شرکت جوړ او څو سری حکومت یې رامنځته کړ، د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال له ده سره ولاړ ټیم یې تیت پرک کړ او په یوازې ځان یې هرڅه ته د اوږې ورکولو هڅه وکړه، هغوی چې په سختو شرایطو کې یې ده ته کمپاین وکړ، نن یې له ارګ ویستلي دي.

دی یوازې د ده په وینا له جلالتماب ډاکتر صیب عبدالله عبدالله سره په خبرو لګیا دی او هغه سره غواړي جوړ راشي، حکومت یې پنځوس پنځوس تقسیم کړ، په خپل لاس یې دوه سری حکومت یقیني کړ، د خپل حکومت په دغه دوره کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري، موږ له ده څخه د معجزې غوښتنه نه کوو، خو د خپلو کړو ژمنو خلاف تر دې مهاله یې یو وړوکی کار هم نه دی کړی.

په هېواد کې د وروستیو نا امنیو او بدبختیو په اړه په مرګونې توګه چوپ او په بې تفاوتۍ چلند ورسره کوي، ځکه په دې دی پوهېږي چې دا بدبختۍ له امنیتي تړون دي او امنیتي تړون یې له کوم قید او شرط پرته لاسلیک کړ.

د ده له ژمنو سره سم باید اوس د څرخي پله په زندان کې د ټولو زندانیانو دوسیې څېړل شوې وې، خو تر دې مهاله هېڅ کار نه دی شوی.

نوموړي فرمان ورکړ چې د کابلبانک قضیه دې له سره وسپړل شي، دوسیې وسپړل شوې خو محکمه د هماغو پخوانیو تورنو په حضور کې وشوه، هېڅوک ونه نیول شول او کوم پام وړ پرمختګ ونه شو.

اشرف غني احمدزي د خپل کار په ۴۵ ورځو کې د نوې کابینې د معرفۍ خبر ورکړ، خو هغسې ونه شول او د سرپرستۍ قانون چې دوه میاشتې هغه تر پښو لاندې او قانون یې مات کړ.

اشرف غني احمدزي د یو واحد حکومت د جوړولو د ژمنې خلاف له عبدالله عبدالله سره حکومت سم نیم کړ.
د امنیت په تړاو د اشرف غني احمدزي له ژمنو خلاف نا امني اوج ته رسېدلې او یوازې په کابل کې په ورځني ډول یو ځانمرګی برید او یوه چاودنه کیږي او په ټول افغانستان د رواني نا امنۍ وحشي فضا خپره ده.

افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل اهمیت له لاسه ورکړ او لا هم دغه اهمیت له لاسه ورکوي له نوي حکومت وړاندې افغانۍ د ډالر پر وړاندې په تر ټولو لوړه بیه ۵۷ بدلېدله خو اوس اته پنځوس نیمې ته رسېدلې ده.

بودیجوي سخت کسر رامنځته شوی، چې له څو څو میاشتو راهیسې په بېلابېلو ادارو کې له انکشافي بودیجې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د اساسي قانون تعدیل او د صدراعظمۍ پوست رامنځته کولو ته له ډاکتر عبدالله عبدالله دی ډېر هڅه کوي، د ده مرستیال د قانون د تعدیل لپاره غونډې کوي او تود کار یې ورته پیل کړی دی.

د ده په لاس د لاسلیک شوي امنيتي تړون سره په واضح ټکر کې امریکا خپل جګړه ییز ماموریت یو کال نور هم غځوي خو دی یې په اړه خلکو ته بې ځوابه او چوپ دی.

په تشریفاتو او بهرنیو سفرونو کې پرله پسې او سترې تېروتنې، د افغانستان د ولسمشر په توګه د چین د تشریفاتو مشر ته د لاس ورکول.

په خپلو خبرو کې له احساساتو کار اخیستل او هماغه د کمپایني غونډو رقم اکټونه.

د ده له فرمان سره سم د شېرپور له کورونو قسطونه راټول شول او کابل ښار جوړ او ده یې نقشه نړیوالو ته وړاندې کړه کنه؟

2 thoughts on “ملي وحدت حکومت د اساسي قانون ماتول/ رحمت جمالزی”
  1. هیڅ انسان مکمل نه دی، هرڅوک عیب او کمبود لری خو د دی عیبونو د لری کولو لپاره باید تکړه ملګری ولری ، متل دی چی وایی چی خان یی په یاران یی.
    ښاغلی ولسمشر ته ځان مکمل ښکاری او د اپورچونستانو په شان یی له فرصت نه ګټه واخیسته ، د پښتنو او د هغوی د مختلفو ډلو او ګروپونو د پراخه همکاری او ملاتړ په مرسته ځان قدرت او ولسمشری ته ورساوو، اوس نو نور چاته ضرورت نشته .
    هرڅوک د خپل کار مسوول او ځواب ویونکی دی. اما پاته د نه وی هرچا چی خپل قوم او ولس سره خیانت کړی او هغوی ته یی شاکړی اوپه نورو یی تکیه کړی ، ځان یی خوار کړی او له ځان سره یی خپل قوم ته هم خیانت کړی دی چی دا دی نن یی سزا وینو.

  2. بلکل حسن صیب اوس لویه ستونزه دا ده، چې په ولسمشر شاوخوا څلور نیم میلیونه پښتنو یوازې له دې امله باور وکړ، چې دی به یې له روانو بدبختیو را وباسي، خوا چې دا هغوی را ونه ایستل بلکې لا یې پکې ډوب کړل.
    بل دا چې نوموړي یو څو سری حکومت جوړ کړ او نړیوالو کې یې موږ کم را وستو، اوس د افغانستان په استازیتوب د خطابې لپاره دوه مېزه اېښودل کیږي، ځکه متاسفانه افغانستان دوه مشران لري او دا ټول د اشرف غني له لاسه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *