ننګرهار پوهنتون

 رحمت الله حکیمي –

د احساس اومسؤلیت څلی ننګرهار پوهنتون

ويښ فکر دانسان ټولنیز ، فطري فکتورنه تحریکوي او انسان دعروج داسې څلي ته خیژوي کوم چې دعلم ، دیانت ، اسلامي ارزښتونو او تواضع په زرزرینو خښتو رغیدلی وي .

همداسې وه ، دننګرهار پوهنتون په دروازه مې دپښې اېښودلو سره سم داحساس اومسؤلیت هیندارې سترګو ته ودریدې ، شېبه پر شېبه مې دځان ننداره په کې کوله هغه داسې هیندارې وې ، چې داحساس اومسؤلیت کسانو دعلم پر مټ جوړې کړې وې او دهر زده کړیال مخ ته نیغ په نیغه درېدې .

ما دننګرهار پوهنتون په غیږه کې څلور کاله له باعلمه ، درنو ، روڼ فکره استاذانو نه ډېر واوریدل ، ویل یې راته وکړل، څنګه ویل یې رازده کړل په څه ؟ او څنګه ؟ ویلو یې پوه کړم تر څو دڅنګه ویلو ؟ څنګه اوریدلو؟ او څنګه لیکلو؟ وړتیا یې زما په ذهن کې راوټوکوه .

ننګرهار پوهنتون ژوندی پوهنتون ؤ ، ځکه شېبه پر شېبه یې په اسلامي ، ټولنیزو ، بشري ارزښتونو ته په ژمنتیا ساه اخیسته ، فکري استاذان اومحصلین لري ، دیاد پوهنتون ډاکتر دی که اینجنر اوکه ادیب ، ښه حافظ ، قاري اومهذب وي ژوند دمرګ په مفهوم پېژني د ابدي ژوند دښه والي په پار رغښتي ګامونه اخلي ، دمفکرواستاذانو پر مټ یاد پوهنتون دافغانستان په پوهنتونونو کې دسرلوړی نوم خپل کړی .

دیاد پوهنتون دمحصل نه هر وخت دښه باعلمه ، لیکوال ، شاعر ، حافظ د اسلامي ارزښتونو نه دباخبره تمه کیږي ، ځکه پالنه یې په فکر کیږي ، دننګرهار پوهنتون استاذان فکر په فکر کوي ،خبره په خبره کوي تر څو داسې چاڼ شوی اونوښتي فکر رامنځ ته کړي چې دخپلو ګډو ارزښتونو ، هیلو او ټولنې نه راټوکیدلی وي .

دیاد پوهنتون بل اهم ارزښت دادی ، چې دبدبویه خولوداخبره ماتوي چې دین اوسیاست بیل دي دحقوق پوه نه داتمه نه لري ، چې یوازې دې له خپل فکره دځان اوبل حقوق وپېژني او نه دملا نه داتمه لري چې یوازې دې په محراب کې تسبیح اړوي دواړوته په یوه وخت کې دا الهي پیغام وایي : ژباړه : (داسې  یوه ډله  شئ چې په نیکو امر کوئ او دبدیو نه مخنیوی  نو تاسې به کامیاب اوبریمن وی )

ننګرهارپوهنتون هغه روزنتون دی ، چې دخلکو پر مخ دفکر اوپوهې دروازې خلاصوي داویاړ یې بس دی ، چې روڼ فکره ، هڅاند استاذان او ثاني حمزه صیب یې په سینه کې ساه اخلي ، داکومې کرښې چې مې وکښلې یوازې دنومړي پوهنتون نه مې خپل تاثرات دي ، لازمه ده چې په یاد پوهنتون هر اړخیزې خبرې وشي ، دننګرهارپوهنتون دیوه زده کړیال په حیث دنوموړي پوهنتون پنځوسمه کاله دافغان ولس ، ویاړنو ویاړ اوتاج ګڼم  ددغې پنځوسمې کالیزې مبارکي ټولو افغانانو  دیاد پوهنتون روڼ فکره استا‌ذانو ، فارغ شویو محصلینو په ځانګړي ډول ننګرهاریانو ته وایم په اخر کې داستاد پسرلي صیب  په لاندې بیتونوورته دلاښه توب لاسونه لپه کوم :

ماته تر پرتو کاڼو ولاړې دوړې ښې ښکاري

نه وینم دپورته الوتلو زور په تیــــــــــــږو کــــــې

پام اوحوصله غواړي دژوند پړاو کې هر قدم

لار په منډه نشي طی کولای سپور په تیږو کې

د ننګرهار پوهنتون دزرمې کالـــیزې په هیــله

2 thoughts on “د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمې کالیزې په ویاړ”
  1. سلامونه حکيمي وروراوتاندوالوته،
    دڼنګرهار پوهنتون دپنځوسمې کلیزې نمانځل او دکابل له پوهنتونه وروسته دګران هیواد په سطحه دویم پوهنتون یاد راتازه کول ډیر ښه او په زړه پورې نوښت ګڼم. زه پخپله د ڼن نه ۴۰ کاله مخکې (د۱۳۵۳ ه.ل.) د دوه میاشتو لپاره دروڼټه کې د طب د پي سي بي لیلیه کې په یو څلورکسیزه اطاق کې د ملګرو لعل محمد “کامه وال”،عبدالقیوم بدخشي، اوحمیدالله حمید لغماني سره اوسیدلی یم او بیا د استانبول طب فاکولتې دبورس په ګټه ترکيې ته لاړم لاکن هغه د۲میاشتو خوږې خاطرې مې هیڅکله هم له یاده نه وځي. داستادانوښه او په سویه درسونه لکه د استاد ګلداد فزیک؛داستاد فکور کیمیا؛ داستاد عظیم شکیب بیالوژي ، دارواښاد حسین یار دهډوکو اناټومي ، او حتی د یوه امریکایی پیسکورز(د سولې رضاکارانو) انګلیسي درسونه مې اوس هم لږلږ په یاد دي!. باور وکړئ چې ۱-۲کاله خو ترکیه کې خوښ وم ځکه نوې ژبه او محیط وو مګر کله چې هلته د افراطي چپي او راستي نښتې پیل شوې ، بیرته د خپل ڼنګرهار په ارمان وم. خیر، داچې هغه نه وروسته کلونو کې ګران هیواد هم د افراطیت اود بیګانه ګانو د لاسوهنو ډګر وګرځید، په دې مونږ او تاسې ټول پوهیږو اوځوریږو . د حکیمي ورور دالیکنه مې خوښه شوه چې په نوموړي پوهنتون کې فکر روزل کیږي اود دنیایی او دینی پوهنه توپیر پکې نه کیږي او دواړه یوځای دپوهو،تکړه او تجربه لرونکو استاذانو له خواپر مخ وړل کیږي.هیله ده چې د دنیا دویم متفکر ښاغلی ولسمشرصاحب هم د دې فکر روزلو کې زیاته توجه واړوي.
    رښتیا نپوهیږم زما هغه ۳داطاق ملګري ډاکټر صاحبان به اوس چیرته وي؟ مړه به وي که ژوندي؟؟ .له تاندوالو څخه په درنښت هیله کوم زما سلامونه ورورسوي او که هغوی دا تبصره لولي خپل غبرګون وښيي.
    زه هم لکه دحکیمی صاهب دن نګرهار پوهنتون د زرمې ۱۰۰۰کالیزې په دعا اوامید.په احترام. ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی/بلجیم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *