تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن /دوشنبه/ د اذربایجان پلازمېنې باکو ته ورسېد چې د دغه هیواد له چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د ده لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرايي چارو رييس عبدالله عبدالله او یو شمېر نور دولتي چارواکي ملګري دي.

په پام کې ده چې ولسمشر او ورسره ملګری پلاوی د افغانستان په اړه د لندن په کنفرانس کې تر ګډون مخکې دوو نورو هیوادونو ته هم سفر وکړي.

د اذربایجان رسنۍ وايي چې د باکو د حیدرعلي یف په نړیوال هوايي ډګر کې په داسي حال کې چې د دوو هیوادونو ملي بیرغونه ځوړند ول، د افغانستان ولسمشر ته د هرکلي په دود د احترام ګارد په خای شو.

افغان ولسمشر ته په هوايي ډګر کې د اذربایجان د انرژۍ وزیر او یو شمېر نورو چارواکو هرکلی ووایه.

وروسته به ولسمشر غني د اذربایجان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له ولسمشر علي یف سره وویني.

ولسمشر غني له واک ته رسېدو وروسته سعودي عربستان، چین، پاکستان او نیپال ته سفرونه کړي خو دا یې لومړی سفر دی چې د اجرايي چارو ريیس عبدالله عبدالله هم ورسره ملګری دی.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر نن د بلجیم مرکز بروکسل ته لاړ شي څو هلته د ناټو تړون د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

ولسمشر به د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وینا هم وکړي.

سبا /سې شنبه/ به ولسمشر غني او ورسره ملګری پلاوی د بریتانیا د څلور ورځني سفر لپاره لندن ته لاړ شي.

ښاغلي غني به د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس ته د وینا ترڅنګ د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون، د بریتانیا له ولیعهد چارلز او د یو شمېر مرستندویو هیوادونو له چارواکو سره هم وویني.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د لومړي مرستیال او اجرايي چارو د ريیس ترڅنګ د سترې محکمې سرپرست رييس، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو، مالیې او د ښځو د چارو وزیران، د ملي شورا څو غړي او د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدین رباني مله دي.

0 thoughts on “ولسمشر غني او ورسره ملګری پلاوی یې باکو ته ورسېد”
  1. یره زه فکر نکووم چه داوړی شړی شی
    ٬
    شاغلی اشرف غنی هم خپل وخت ضایع کوی او هم دافغانستان دخلکو وخت عبث ضایع کوی.

    هغه دکرزی ټوقه ده فقط تش په نامه اقتصادی بهرنی چکرونه دی، مگر دیی ته متوجع نه دی چه دخپل دفتر امنیت یی په صفری نقطه کی دی اودحکومت په جوړولو کی ډیر پاتی راغلی دی او بل داچه شپه اوورځ یی ملت او دملت جماعت، جنازه، مکتب اوحتی دوالیبال ځوانان او نوری نادودی او غم لړلی پیشی یی دوینو دډند څخه په ویالو بدلی شوی دی٬ اودشمن هم ورحخه ورک دی چه طالیبان دی اوکه دایران او افغان کلتورد متعاصبینو گډه پروزه ده.

    شاغلی غنی وروره شاغلی کرزی چه دبهر حخه کوم کومک لاسته راوړو شاید دهغه په حساب تاسی ډیر کم څه لاسته راوړی٬ کرزی دوه زره مکتبونه جوړ کړل مگریوزر او دری سوه یی واپس وسوځیدل٬ داځکه چه دهغه حکومت یو بزدله او مصلحتی وه او بل دا چه هغه دامن او سولی لپاره کوشش نه کوو فقط دهغه خبری ټولی په اقتصاد او بهرنی چکرو تیری شوی٬

    زه دیو افغان په حیث ستاسی محترم څخه خواست کووم چه دکرزی پشان نوری داډله یزی چکری پریرده٬ اودافغانانو دډه له یزو وزنو او دسیسو مخه ونیسه٬ اوهم خپل دننه حکومت او کور جوړکړه٬ تر دوو میاشتو پوری ټولو بهرنی سفرونو ته توقف ورکړه٬ او خپل داخلی حکومت او امنیت جوړ کړه ٬ داچه ته په خپل حکومت کی دننه دکابل دامنیی قوماندان نشی سمولی نو ته به وسلوال مخالفین په څه ډول سم او دسولی لاری ته دعوت کړی .

    خپل داخلی حکومت جوړ کړه که نه بیا به ارمان کوی او وخت به تیر وی . بله دا چه خپل حیثیت به هم په خپلو خلکو کی دلاسه ورکړی اوهم به دنړیوالو تر سترگو کم راشی .

    ولسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *