په قطر کې دطالبانو له نوو مانورو او افغان حکومت له غبرګون ورسته اوس ترډيره په دې فکر کيږي چې څنګه په اصطلاح دهغه تېروتنې لپاره منطق پيداشي چې دافغان حکومت او امريکا ترمنځ يې زړه بداوى رامنځ ته کړي دي.
په نړيوالو رسنيوکې داسلامي امارت او بيرغ سره دطالب استازو راڅرګندېدل چې څومره دافغان حکومت لپاره دحيرانۍ وړ وو،دافغان حکومت له لوري له امريکا سره پر امنيتي تړون دخبرو ځنډول هم دامريکا لپاره له اټکله خورا لرې وو.
افغان حکومت په دغه ګام سره په اصطلاح امريکا ترخوږګوته ونيوله اوپه يوډول يې وګواښله .کيداي شي دامريکاهم ورسته هغه څه ته ورپام شوي وي چې دطالبانو سره دجلا معاملې له پيل وړاندې يې پرې فکر نه وو کړى .
خو ددې ټولوسره سره افغان حکومت په دې ډير ښه پوهيږي چې له امريکاسره په دې لاره ډغرې نه شي وهلاي،دکابل چارواکو دې ته پام دي چې که امريکادافغانستان فوځ ته دورکول کيدونکو توکو لړۍ ديوې ورځې لپاره ودروي نوخبره به ترکومه ځايه ورسيږي.؟
دامريکا،افغان حکومت اوطالب جنګياليو ترمنځ دروغې جوړې لپاره ددوي جلا او نه ماتېدونکو دريځونو او لارو ته په پام سره پوښتنه راپيدا کيږچې په دغه معامله کې به څنګه دهرچاګټې خوندي وساتل شي.
طالب جنګيالي له امريکاسره دخبرو لمړى شرط له افغانستان څخه دټولو بهرنيوځواکونو وتل په ګوته کوي او افغان حکومت ديوه ګوډاګي نظام په توګه پيژني .
بل پلو امريکا داوسني نظام ددوام لپاره امنيتي تړون لمړي ګام بولي چې له مخې به يې په افغانستان کې نهه دايمي اډې ديوې برخې په توګه منل کيږي ،خو افغان حکومت دغه تړون له امريکاڅخه په افغانستان کې ددايمي ټېکاو او اقتصادي ژمنتيا پورې تړي.
که چېرې امريکا له طالبانو سره روغه دافغانستان څخه د وتلو په بيه کوي،نو بيا دې ته څه اړتياده چې دافغان حکومت له لوري دامنيتي تړون پرسر دخبرو له ځنډولو ورسته له طالبانوسره خبرې به ټپه دروي او دافغان حکومت غوښتنې مشروع بولي.
او که داسې نه وي نو بيا طالبان دکوم ارزښت له مخې دې ته چمتوشوي چې دافغان حکومت پرځاي مخامخ له امريکاسره خبرې وکړي
او که افغان حکومت له امريکا څخه د سولې ټينګښت غواړي نو بيا ولې نه پريږدي چې امريکا له طالبانوسره خبره سپينه کړي او دسولې هغه تمه چې افغان حکومت يې ترې کوي پوره شي.
افغان ولسمشر تيره ورځ په يوه خبري ناسته کې په ښکاره ټکو وويل چې هغه دسيسه يې شنډ کړه چې په قطرکې دافغان حکومت دنابودۍ لپاره جوړه شوې وه ،که دسولې خبرې دنابودۍ تربريده رسيږي او دامريکا اوطالبانوترمنځ خبرې ديوې بلې دسيسې پيلامه وي نو بياخوښکاره خبره ده چې ترکاسې لاندې نيم کاسه شته ده .
ځينې په اصطلاح دچارو شنونکي په دې خوښ دي چې دامريکا اوطالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به دافغانستان لس کلنې کشالې ته دحل يوه لاره راوباسي،خو دپردې ترشا له دې ټولو خبرو چې يوه يوه يې رابرالا کيږي بياهم دسولې لپاره څومر تمه شته .؟
اوڅوک داتمه ورکولاي شي چې دامريکا او طالبانو ترمنځ دستونزې له حل ورسته به په افغانستان کې دلويديځ په مټ دقدرت اوج ته رسيدلي په اصطلاح اپوزيسيون او نور ګوندونه چې طالبانو ته اوس هم دسياهي (تيارې ) نوم کاروي په دغه تياره ورګډشي او په کراره کښېني؟؟؟