افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکودفتر
نېټه:١٠-٩-١٣٩٣
دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي وايي چې خوست ولايت ته د شمالي وزيرستان څخه د راغليو کډوالو لپاره مو دعاجلو ژمنيو مرستو دجلب هڅې نورې هم پراخه کړې دي ، نوموړى وايي چې ډير ژر به دخوست د ادارې هغه اساسي وړانديزونه چې کډوالو ته د عاجلو بشري مرستو په خاطر يې مرکزي حکومت ته استولي، دمرکزي حکومت له لوري به د اساسي مرستو دجلب په خاطر دنړيوالو مرستندويه ټولنو او هېوادونو سره له استازو سره په يوه ګډه غونډه کې شريک شي.
نوموړى وايي چې خوست ولايت ته د شمالي وزيرستان څخه د ٣٥٠٠٠په شميره کورنۍ را کډه شوې چې دا مهال ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د دولت او مرستندويه ټولنو د مرستو په تمه ژوند کوي.
سرپرست والي دا هم وويل چې ډيرى کډوالو ته يې دخوراکي ، غير خوراکي موادو مرستې رسولې خو لاهم داسې کورنۍ شته چې تر دې مهاله ورته مرستنې نه دي رسيدلي او شوې مرستې کمې دي.
نعيمي کډوالو ته د ژمنيو توکو د ويش په تړاو وويل چې همدا اوس دخوست ولايت په ګربز او سپيره ولسواليو کې ١٠٠٠٠لس زره کډوالو کورنيو ته دژمنيو توکو چې د ژمې جامې ،بخارۍ ،دسون توکي ،خيمې او نور مواد په کې شامل دي دويش لړۍ روانه ده.
بل لوري ته دمرکزي اړونده وزارتونو چارواکو هم ډاډ ورکړى چې ډير ژربه خوست ولايت ته يو شمير مرستې واستوي ترڅو هغه کډوالو کورنيو ته ورکړل شي چې تر دې مهاله ورته هيڅ مرستې نه دې رسيدلې.
په خوست کې ميشت کډوال دافغانستان له دولت او په ځانګړې توګه نړيوالو مرستندويه ټولنو د عاجلو ژمنيو مرستو غوښتنه کوي ، پر نړيوالې ټولنې غږ کوي چې راغليو کډوالو ته په نړيوالو معيارونو سره برابرې مرستې ورسوي.
واکمن