لیکوال:حمزه یاسر      [email protected]

موده وړاندې محور ورځپاڼې (۱) د غزني د ځینو ولسوالۍ د ناامنیو او په یو شمیر ولسوالیو کې د طالبانو لخوا د افغان محصلینو د وژل کیدو خبر خپور کړ، خو دا څه نوې خبره نه ده؛ بلکې د افغان محصلینو او استادانو ژوند تل په همدې ډول په خطر کې دی.

پر یاد ګواښ سربیره د هیواد په پوهنتونو او د دیني زده کړو په مرکزونو کې د ایران او پاکستان د جاسوسانو شتون هغه څه دي، چې له تیرو دیارلسو کلونو پخوا یې هم شتون درلود او دغه ګواښ که پخوا په پټ ډول محوسیسدو؛ خو اوس یې نمونې په څرګند ډول د پوهنتونونو او د دیني زده کړو د مدرسو په محصلینو او زده کوونکو کې وینو.

د کابل ، ننګرهار ، بلخ او هرات په پوهنتونونو کې د ایران ، پاکستان او اوس اوس د عربي هیوادونو کې نوې ګواښمنې ترورستي ډلې داعش پلویان په پراخه کچه لیدل کیږي. ایران خپله پراخه هڅه د پوهنتونونو د محصلینو تر منځ د مذهبي ، ژبنیز او قومي تعصبونو د رامنځته کولو لپاره په پراخه سپین سترګۍ برالا کار کوي او د پوهنتونونو یو شمیر استادانو په ګډون له لومړي کال نیولې بیا د څلورم کال تر محصلینو پورې ګڼو کسانو ته معاش ورکوي تر څو د دوي د لارښوونو سره سم کار وکړي او د افغانانو تر منځ قومي ، ژبنیز او مذهبي تعصبونو ته د لمن وهلو له لارې لوستې طبقه هم په خپل منځ کې سره واچوي او دا نسل هم، چې په زیاتو خواریو ، لګښتونو او قربانیو دې درجې ته رسیدلی په خپل منځ کې لاس او ګریوان سره واچوي، چې د ایران دا سپین سترګیتوب په هغو لاریونونو کې راڅرګند شوی دی، چې کلونه وړاندې یې یو شمیر افغان محصلین د پیسو په بدل کې دې ته وهڅول، څو پوهنتون په دانشګاه بدل کړي، خو له نیکه مرغه خپل دې شوم هدف ته ونه رسید او ټولې هڅې یې نړیوالو ته رسوا شوې، خو د ایران سرسخته اوسني او تیرو رژیژیمونو پر فرهنګي یرغل سربیره خپلې هر ډول لاسوهنې د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې د خنډ جوړولو په نیت کړي، چې ښه بیلګه یې د شاه او عروس ، بخش آباد او … بندونو د جوړیدو پر وړاندې د خنډونو او نا امنیو جوړول دي، چې ددې هیواد ددې سپین سترګیو له امله د یادو بندونو کار تر اوسه ځنډیدلی، خو د ځايي ولایتونو افغان چارواکي له ویرې په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي او اسماعیل خان، چې یو ایران پلوی کس دی، هیڅکله یې د ایران له دې ډول ستونزو جوړولو څخه پرده نه ده پورته کړې او په هرات او بلخ ولایتونو کې د ایران پلوه چارواکو د شتون له امله د یادو ولایتونو پوهنتونو کې ایران د لاس وهنې او نفوذ پراخ لاس لري.

بل لوري ته پاکستان هم د کابل ، ننګرهار او تر یو بریده د کندهار او د هیواد ګڼو نورو ولایتونو د پوهنتونونو محصلینو کې خپل پراخ نفوذ غځولی او هغه زده کوونکي، چې د کانکور آزموینې له لارې له نورو سرحدي ولایتونو څخه دې پوهنتونونو ته بریالي شوي تر یو بریده یې له خپلو سیمو څخه د پاکستان لخوا تپل شوی کرغیړن ذهنیت له ځانه سره راوړی او بل لور ته چې له نورو ببر سرو ، څڼیورو ترهګر او تروریست طبعیته ځوانانو سره په لیلیو کې یو ځای شي، نو ددې پر ځای چې په پوهنتون کې کدري شخصیت ورنه جوړ شي او د خپلې افغاني ټولنې په خیر تمام شي؛ د نورو خواریکښو نویو محصلینو د مغزو په مینځلو هم پیل وکړي.

د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې چې پاکستان پر کونړ راکټي بریدونه زیات کړي وو، نو آزادۍ راډیو له لوی درستیز شیرمحمد کریمي سره یوه مرکه کې وویل، چې پاکستان ته د یو سفر پر مهال یو پاکستاني جنرال ورڅخه پوښتلي وو، چې افغانستان ولې خپل پوځیان د پوځي روزنې لپاره پاکستان ته نه لیږي؟ او بل یې دا ورنه پوښتلي وو، چې دا مهال په افغانستان کې څومره هندي پوځیان له بهرنیو ځواکونو سره یو ځای په دنده بوخت دي؟.

افغانستان د وخت شوروي اتحاد ته د افغان ځوانانو د روزنې د ناوړه پایلو ترخه تجربه لري، چې د ثور د کودتا لامل شوه او اوس، چې د پاکستان په اسلام آباد او نورو پوهنتونونو کې افغان محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي؛ پاکستان ورته د هغو طالبانو په څیر ماغزه ورمینځلي؛ کوم چې په حقانیه کې روزل کیږي ، د جنت قوالې سره یې یو ځای د ځانمرګو بریدونو د تر سره کولو لپاره افغانستان ته رالیږي او دلته پرې د خوار ، دردیدلي افغان ولس وینه تویوي.

دا بیلګه مې په دې دلته راوړه، چې اوس پاکستان په رښتیا سره غواړي د پوهنتونونو د محصلینو او د مدرسو د زده کوونکو له لارې هم په افغانستان کې دننه او هم د پاکستان په حقانیه دیني مدرسه او په پاکستان کې په زده کړو بوختو محصلینو د مغزو د مینځلو له لارې له هند سره سیالي وکړي او د یوې نیابتي جګړې باب پرانیزي، چې په دې باب د پاکستان پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف هم موده وړاندې څرګندونې کړې وې.

نو ځکه خو اوس په دې حساس وخت کې، چې افغان دولت په کور دننه او بیا په پلازمېنه کابل کې د نا امنیو په ګډون له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی باید د یادو ستونزو د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

افغان دولت باید هر څومره ژر چې شونې وي په امنیتي ارګانونو او مسؤلینو کې بدلونونه راولي، په پوهنتونونو ، دیني مدرسو ، هغه ښوونځي چې لیلیې لري او د نظامي زده کړو په ښوونځيو ، پوهنتونونو او اکاډمیو کې د کشف ځانګړي کسان په دنده وګماري او له دې لارې هر شکمن او یا هر بل کس، چې بهرنیو استخباراتو ته کار کوي ونیسي او د ملي امنیت منګولو ته یې وسپاري، ځکه همدا ډول کسان هر مهال په لویو لاریونونو کې راڅرګند شوي، چې د لاریون موخه یو څه وي، خو شعارونه او پایله یې بل څه راوزي.

ګنې نو د افغان دولت له لورې په زده کوونکو ، محصلینو او د دیني مدرسو پر طلابو او حافظینو لګښتونه به ددې پر ځای چې د افغانستان په خیر تمام شي په راتلونکو څو کلونو کې به یې خدای مه کړه هیواد له لوی ناورين سره مخ کړی وي؛ چې بیا به یې مخنیوی هم ناشونی وی.

——————-

۱- د محور ورځپاڼې راپور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *