تاند- د ناټو سرمنشي وايي چې افغانستان به راتلونکی کال د ناټو د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته له نورو تاوتریخوالو سره مخامخ شي خو افغان امنیتي ځواکونه به د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ دا خبره د دوشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره تر کتنې مخکې وکړه.

ستولتنبرګ د افغانستان له ولسمشر، اجرايي ريیس او نورو چارواکو سره د دوشنبې په ورځ ناوخته په بروکسل کې وکتل.

ده وویل، په کابل کې د وروستیو حملو هدف دا دی چې یاغیان ځانونه په خبرونو کې مطرح کړي او په داسي حال کې چې افغان مشران له خپلو نړیوالو مبلاتړ کوونکو سره ویني دوی د خبرونو په سرلیکونو کې یاد شي.

ده همداراز وویل:«راتلونکی کال به هم حملې او تشدد وي خو د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه یې د مخنیوي وړتیا لري او هغه وخت رارسېدلی دی چې د افغانستان د امنیتي چارو مسوولیت افغانانو ته وسپارل شي.»

د ناټو سرمنشي وویل:««طالبان لا هم داسي بریدونه کولی شي چې توجه ځان ته واړوي خو دا توان نه لري چې کومه سیمه ونیسي.»

طالبانو سږ کال دوبی ډېره هڅه وکړه چې سنګین یا د هلمند کومه بله ولسوالي ونیسي خو ونه توانېدل چې سیمې لاندې کړي. طالبانو د سیمو د لاندې کولو لپاره په سلګونو جنګیالي له لاسه ورکړل.

افغان امنیتي ځواکونو هم سږ کال د طالبانو په وړاندې د افغانستان د خاورې د دفاع لپاره بې سارې مرګ ژوبلې زغملې دي.

د راپورونو پر اساس سږ کال تر ۴۶۰۰ زیات افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

د ناټو سرمنشي وروسته د افغانستان له ولسمشر، مرستیال، اجرايي ريیس او ملګري پلاوي سره وکتل او په یوه خبري غونډه کې یې څرګندونې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *