تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن له متحده عربي اماراتو سره درېمه یو ورځینۍ مسابقه کوي.
لومړۍ دوې متحده عربي اماراتو ګټلي دي. نن پچه افغانستان وګټله او پرېکړه یې وکړه چې بیټنګ متحده عربي امارات پیل کړي. په تېرو دوو مسابقو کې لومړی بیټنګ افغانستان پیل کړی و.
اماراتي لوبغاړو تر دې دمه په ۳۴ اورونو کې ۱۷۰ منډې کړي او ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.
میرویس اشرف، جاوید احمدي او سمیع الله شینواري اماراتي لوبغاړي سوځولي دي. لوبه روانه ده.