د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د مخه ښې په اړه غونډه جوړه شوه.

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد اکرم خپلواک نن دوشنبې د ۱۳۹۳ لمریز کال د لېندۍ د میاشتي په لسمه نېټه په هغه جوړه شوې غونډه کې ، چې د وزارت معینانو، سلاکارانو،رئيسانو او امرینو پکې ګډون درلود، د وزارت له کارکوونکو سره خدای پاماني وکړه .

یاده غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې ښاغلي خپلواک خبرې وکړې او ویې ویلې: خوشحاله یم، چې افغانستان د خپل پوخوالي نوي پړاوو ته داخل شوې،اوس مهال هر بدلون او نوښت، چې رامنځ ته کیږي هغه د هېواد د مشرتابه له خوا په ډېر تدبیر او دقت سره په افغانستان کې د ملي یووالي د ټینګښت او پرمختګ په موخه تر سره کیږي، ځکه چې هېوادوال سوله ، ملي یووالي او پرمختګ غواړي.

ښاغلي خپلواک زیاته کړه په وزارت کې موږ د خپلو همکارانو سره په ګډه کار کړی ، هڅه مو دا وه، چې داسې پلانونه او طرحې پلي کړو، چې دا وزارت پخپلو پښو ودریږي او خپلی اصلې موخې او دندې پر مخ یوسي، په دې برخه کې دوزارت د مشرتابه او کارکوونکو له هاند او هڅو څخه منندوي یم.

ډاکټر محمد اکرم خپلواک وویل: موږ په بېلا بېلو برخو کې ګڼ شمېر پلانونو پلي کړل، هر څه مو چې کړي د ادارې د ښه والي، پرمختګ او سالمیت په موخه مو کړي. دا هېواد پر موږ حق لري او د پرمختګ لپاره يې باید ډېر کار وکړو، زموږ ټولو دنده د خپل هېواد د پرمختګ او خپل ولس د هوساینې لپاره کار کول دي .

ښاغلي خپلواک د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له معینانو، سلاکارانو، رئیسانو او ټولو کارکوونکو څخه ډېره مننه وکړه، چې د وزارت د پلانونو په عملي کولو کې یې له ده سره اوږه په اوږه ګډ کار، هاند او هڅي کړي دي .

وروسته په غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین عبدالمالک صدیقي او مالي او اداري معین سید احمد حقبین د ښاغلي خپلواک فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل،چې ډاکټر محمد اکرم خپلواک د خپلې دندې پرمهال د وزارت د پلان او پالیسۍ په جوړولو، دقومي شوراګانو د هغږۍ د مرکز په جوړولو، د وزارت د اړونده لېسو په پرمختګ، د بایزید روښان په نوم د مسلکي او تنخنکي انستیتوت په جوړولو او د وزیرستان د کډوالو سره د مرستې په راټولولو کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړي.

د وزارت معینانو همداراز ښاغلی خپلواک ځوان، په کارپوه او نوښتګر وزیر وباله او وويل:چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ستراتیژې او پالیسۍ سره سم يې ټول پلانونه عملي کړل او کومې تجربې او کاري کړنې، چې موږ له ده څخه تر لاسه کړي هغه به ګام په ګام د دندو د ښه پرمختګ په موخه وکاروو .

د غونډې په پای کې د وزارت د کارکوونکو له خوا هغه ډالۍ، چې د ښاغلي خپلواک د غوره خدمتونو په ویاړ برابره شوې وه ورکړل شوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *