لیکوال: فضل الحق طاهرزی –

د انسان عمر تل په تېرېدو دی، د هېچا عمر نه ودرېږي او نه یې هم عمر د لوی خدای په تقدیر کې له ټاکلې مودې زیاتېږي، خو ښه انسان هغه دی چې د عمر له هرې تېرېدونکې شېبې څخه مثبته ګټه واخلي چې په دواړو نړیو کې سرلوړی وي او تل یې خلک په ښو یاد کړي.

غواړم د داسې چا په هکله خبرې وکړم چې د خپل ژوند زره زره یې د اسلامي او ملي وجیبې له مخې د افغانستان د غمځپلي ملت په چوپړ کې تېره کړې ده. دا هغه څوک دی چې د افغانستان د مظلومې ټولنې نویو ټوکېدلو ګلانو ته یې د ځان پېژندې او خدای پېژندې په برخه کې شپه ورځ په ځان یوه کړې وه او د دوی د غمونو له کبله یې معیاري خوب په ځان حرام کړی ؤ، د هغه چا په هکله خبرې درسره کوم چې د افغانستان ویاړلی نوم یې په نړیواله کچه په داسې حال کې تر هر چا مخکې وځلولو چې وروستۍ دېرش کلنې جګړې په تورو خاورو کې لت پت کړی ؤ، او نور به یې هم ځلوي. بلاخره د داسې چا په هکله خبرې درسره کوم چې د افغانستان زرین تاریخ به یې تر دې مهاله او له دې وروسته کړنې هېڅکله هم هېرې نه کړي او تل به یې د زرین تاریخ طلایي قلم په داسې حال کې په زرینو کرښو لیکي چې په زړه به یې ویاړ او په خوله به یې موسکا خوره وي.

د افغانانو او پښتنو رښتینی مشر او ځیرک رهبر ښاغلی فاروق وردګ یادوم.

مخکې له دې چې په هکله یې څو تورې کرښې ولیکم، د لیکلو لامل یې درته په ګوته کوم. د دې تورو کرښو د لیکلو لامل دا دی چې دې ستر شخصیت په داسې حال کې د پوهنې له ستر کاروان سره مخه ښه وکړه چې ددې کاروان سلګونو خدمتګارانو په خپلو مقدسو اوښکو بدرګه کولو.

دا چې ښاغلي وردګ د افغانستان د اوسني دولت له پیل څخه تر نن پورې ډېر خدمتونه؛ لکه: د اساسي قانون د جوړېدو مشري، د لمړیو ټاکنو د دارالانشا مسؤولیت، د پارلماني وزارت ایجاد او په پښو درول، د چارو د ادارې رهبري کول او نور ګڼ شمېر خدمتونه ترسره کړي دي په هغې یې تفصیلي بحث نه کوم. دا چې د ښوونځي وروستي پنځه کاله مې د ده په دوره کې لوستي، غواړم په دې هکله څو خبرې وکړم او د پوهنې په نظام کې یې پرمختګونه راوسپړم.

1له هر څه مخکې یې د پوهنې په نظام کې دوې لویې لاسته راوړنې چې د زده کړې پر مهال زه خپله ترې برخمن شوی یم یادوم، لمړی دا چې د ده له دورې مخکې موږ په ښوونځي کې په شکېدلي زاړه پلاستیکي فرش کېناستلو او یا به مو له کوره چادر راوړل په هغې به کېناستلو، خو خوشبختانه د ده له راتګ سره سم زموږ ښوونځي ته عصري او بشپړې څوکۍ راورسېدې چې د زده کړې په چاپېریال یې رغنده اغیزه وکړه او د زده کړې په بهیر کې مو ښه والی راغئ. له هغې وروسته زه په نهم ټولګي کې وم چې خپله د خاپوړو سیمه مو پرېښوده او کابل ته راغلو. زما لپاره لویه ستونزه دا وه چې د کابل په ټولو ښوونځیو کې په دري ژبه تدریس کېدلو تل به همدې ستونزې زه ګواښلم، خو لله لحمد په همغې کال چې تقریباً د ده د راتګ اووه میاشتې کېدې، د کابل په ټولو ښوونځیو کې په دواړو ملي ژبو تدریس پیل شو، چې ما له همغې ټولګي تر دوولسم پورې ټولې زده کړې په مورنۍ ژبه وکړې.

د پوهنې جلالتمآب وزیر صاحب په خپله اووه کلنه کاري دوره کې د پوهنې په ډګر کې ګڼ پرمختګونه او لاسته راوړنې درلودې. پوهنې وزارت ته د ښاغلي وردګ د راتګ پر مهال یواځې څلور مېلیونه زده کوونکي په زده کړه بوخت وو چې دا شمېره اوسمهال د یولس نیم میلیونو شاوخوا ده، مسلکي ښوونکي په نشت حساب وو چې اوسمهال دا کچه تر څلوېښت سلنې لوړه شوې، په مدیریتي لحاظ یې داسې کاري ټیم جوړ کړ چې د افغانستان نظام به تل ځلوي….او داسې نور.

له داخلي لاسته راوړنو تېرېږو ځکه ټولو ته ښه مالوم دي. ښاغلي فاروق وردګ په نړیواله کچه د افغانستان نوم وځلولو، هغه په دې معنا چې که له نړیوالو وپوښتل شي چې افغانستان په کومه برخه کې پرمختګ کړي؟ ځواب به یې حتمي همدا وي چې لمړی په پوهنه او ورپسې په مخابراتو کې. چې دا د ټولو افغانانو لپاره ویاړ دی.

په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د پوهنې وزیر د ټولې نړۍ په کچه د پوهنې په لسو غوره وزیرانو کې راغئ، چې دا هم د افغانستان لپاره یو لوی ویاړ دئ.

د افغانستان د دولت د هېڅ سکتور مشر په دومره کچه نړیوالې مرستې نه دي جذب کړې لکه ښاغلي وردګ چې د پوهنې سکتور ته جذب کړې دي، چې دا خپله د ده او د پوهنې د کاروان لپاره لوی ویاړ دی… او داسې نورې لاسته راوړنې.

په دې کې شک نشته چې د افغانستان دغه ویاړلي شخصیت ته په افغانستان کې دننه مخربو او متعصبو کړیو او له افغانستان څخه بهر د افغانستان دښمنانو تل ستونزې او ربړې جوړولې. داخلي ټوپکسالارانو، متعصبینو او سمت پرستو او د افغانستان بهرنیو دښمنانو به تل ځپلو، هر ډول ټاپې به یې پرې لګولې او دې ته به یې نه پرېښود چې د افغانستان د سپېڅلې خاورې او مظلوم ولس رښتینی چوپړ وکړي، خو متدین مجاهد او باعزمه مشر ښاغلی فاروق وردګ په لوی خدای د توکل درلودلو په مرسته او د هېوادنۍ مینې له امله هېچا ته هېڅ وخت تسلیم نشو او تل یې په دې کرکجنو او شومو اهدافو درلودنکو ډلو ټپلو باندې له علمي پلوه هر ډول ګوزارونه وکړل او په شا یې وتمبول.

بلاخره داسې وخت راورسېد چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له لوري اووه کاله وړاندې چې کوم ملي رسالت ورسپارل شوی ؤ، په پوره مېړانه، درایت او زړورتیا سره یې پای ته ورسولو. د همدې سپېڅلي رسالت په ښه توګه پای ته رسول وو چې نن د معارف د کاروان په سلګونو خدمتګارانو د زړه له کومي ده ته په راتلونکي کې د بریالیتوب دعاګانې کولې، له ډېره درده يې خپل احساسات نشوی کنټرول کولی او بې حسابه اوښکې یې پسې تویې کړې.

موږ ټول ملت لمړی له ښاغلي اشرف غني څخه غوښتنه کوو چې دا ډول وړتیا لرونکو څېرو او رښتینو خدمتګارانو ته دا موقع مه ورکوه چې په کور کېني، زر تر زره یې له دې پوسټونو په ښو دندو وګماره، چې دا غورځېدلی ملت په پښو ودروي، او بیا له ښاغلي فاروق وردګ څخه په ډېر درنښت هیله کوو چې پدې پوهېږو چې له کار څخه به ډېر ستړی شوی وې او استراحت ته اړتیا لرې، خو دا دردېدلې ټولنه تا ته ډېره اړتیا لري، دا ټولنه یواځې مه پرېږده او خپله څومره توانایي چې لرې، د هېواد په ښېګڼه او هوساینه کې یې ولګوه.

په پای کې غواړم زیاته کړم چې د افغانستان شریف خلک به ستا نه ستړي کېدونکي خدمتونه هېڅکله هم هېر نه کړي، ټول به دې حمایه کوي، او د ژوند تر وروستیو پورې به درسره مل وي.

تل سرلوړی، آباد او عزتمن اوسې

3 thoughts on “مشره، د تاریخ زرینې کرښې به دې هېڅکله هېر نه کړي!”
  1. سلامونه
    ستاسی احساسات دقدر وړدی، اما د ا هم ملت باید د نظره ونه باسی چی معارف وزارت یو د هغو وزارتونو له جملی څخه دی چی تر ټولو ډیر اداری او مالی فساد لرونکی دی او په زرهاو معاشونه د استاد په نوم دغلو جیبونو ته ولاړل

  2. زښته ډیر زیاتی مو کړي تاسو ځنی برخمن شوی یاست تعلیم نه کله دي دبل پرزوي او لور هم سر ګرولي هغوي ته دي هم فیکر کړي دیر معلمان اوس هم معاشونه په کلدارو اخلي ،ورسره په څنګ کي موازي معارف دي طالب روان ده مدیر دولسوالي لیسی طالب له خوا ټاکل کیږي طالب دجنګ نیمه بودیجه له معارف نه ترلاسه کیږي همدي چی دبل زوي وږل کیږي بچیان یی یتمان کیږي دهمدي بی کفایته وزیر له لاسه هر ریاست معارف ریس ۲ میاشتی نه زیات شوی نه ده ځکه هغه بل ورشی پیسی ورکړي هغه کینه وي . بس چی کرزی ته یی چرخه نیوله نو وزیر وه که نه چیری می معلم کاوه هغه پنځه زره کلداري به یی اخیستی افغانیو هم نه ارزي .

  3. وايي پکه دا د لا بله سپکه، په خپله ټوله کاري دوره کې یې د دې توان پیدا نه کړ چې پښتون مېشتو سیمو ته په خپله مورنۍ ژبه درسي کتابونه ورسوي او ان دا چې په خپلو پاړسو سخنرانیو کې یې ډېرۍ ایراني اصطلاحات کارول
    له تاند څخه په مننې سره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *