د استاد شعرونه فلسفي شعرونه هم لري، (غني خان فلسفي شاعر) اثر کې د فلسفې د پېژندنې په باب د (فلسفې پېژندنې) تر سرليک لاندې اوږد او پر ځای مفصل بحث شته دی او وایې: (فلسفه د هغه اصولو پوهنه ده، چې د هستيو ذاتي پېژندنې په غرض انسان ته ښوونه او د شيانو د حقايقو او د هغو د وجود له علتو څخه بحث کوي او د فکر او هستيو له اړيکو څخه هم غږېږي، چې د هغو د پېژندنې له اغېزې د انسان لاره د عالي هدف يا پوهنې لپاره پرانيستل کېږي، ډېر ځله داسې پېښېږي، چې کله انسان له ورځنيو چارو وزګار يا په يوه ګوشه کې يوازې شي، نو خپل ځان او چاپېريال ته وګوري، اسمانونه، ځمکې، سپوږمۍ، ستوري، غرونه، سيندونه او بېلا بېلو ځناورو ته ځير شي او ډول ډول پوښتنې ورته پيدا شي، لکه زه څوک او څه يم؟ ولې يم؟ له کوم ځای څخه راغلی يم؟ ولې راغلی يم؟ د څه شي لپاره موجود يم؟ چېرې ځم؟ ما خپل ځان خپله نه دی خلق کړی، هغه څوک دی، چې خلق کړی يې يم؟ ايا خپل خالق پېژندلی شم؟ ځمکه، اوبه او ټول هغه موجودات چې وينم يې ژوندي يا غير ژوندي، اسمانونه، ستوري، کهکشانونه، څرنګه پيدا، ترتيب او تنظيم شول؟
جسم، زمان، مکان، رڼا، تياره، جاذبه، حرکت، سکون، هستي او نېستي څه شی دی او د نورو موجوداتو په کميت او کيفيت کې څه اغېزې لري؟ او داسې نورې بې شمېره پوښتنې، چې انسان د خپل پيدايښت له پيله تر ننه ورسره مخامخ دی او هر چا د خپلې شعوري وړتيا په اندازه يا يو ډول ځواب ورته موندلی او يا يې د ځواب موندلو ارمان له ځان سره خاورو ته وړی دی.)
په حقيقت کې فلسفه (ولې؟) ته په ځواب موندلو پسې لالهانده دی، په دې توګه ويلی شو، چې د فلسفې په مرسته (ولې؟) ته ځواب لټول کېږي او هر هغه انسان چې په ويښه او هوښيارۍ کې دا ډول پوښتنې ورته پيدا کېږي، په يو ټاکلي پړاو کې فلسفي دی او دا هڅه يې يوه فلسفي بوختيا ګڼل کېږي.
هر انسان د زړه له کومې غواړي، په هغه څه وپوهېږي، چې له ده نه پټ دي، د رازونو د سپړلو معنی په حقيقت کې پوهېدل دي، په تېره بيا د ژوندانه او نړۍ په اړه په حقيقت پوهېدل هر چاته په زړه پورې دی، ځکه چې برخليک ورسره تړلی دی او هر څوک غواړي، چې په هر ځای کې ښه ژوند وکړي او ښه برخليک ولري، له دې نه ښکاري، چې فلسفه کوم ځانګړی امتياز نه دی، چې يوازې ارسطو، افلاطون، سقراط او کانت په برخه رسېدلی وي، بلکې ټول انسانان ځانګړي فلسفي افکار او نظريات لري او هر څوک کولی شي، چې د (ولې؟) ځواب ولټوي او په اړه يې فکر وکړي.
د استاد ګل پاچا الفت په ځينو شعرونو کې فلسفي نظريات او افکار ليدل کېږي، چې د سوال په ډول د ځواب پسې ګرځي او د (ولې؟) يادونه يې پخپلو شعرونو کې کړې ده.
استاد ګل پاچا الفت ته فلسفي شاعر نه شو ويلی، خو د فلسفي شعرونو څرکونه يې په شعرونو کې ليدل کېږي؛ لکه:
عقل څه دی، منطق څه دی، حکمت څه دی؟
غولول د يوه بل په هغه دا
کله خوښ کله غمجن کله حيران شم
دا دنيا ده ګډه وډه تماشا
په حرامو ناروا سړي ته ورشي
(څه لولۍ او بې حيا ده دا دنيا)
استاد په پورته څو بيتونو کې د (عقل، منطق او حکمت) پوښتنه کړې ده او بېرته يې ورته ځواب لټولی او ورکړی دی، چې فلسفي رنګ لري، يو بل ځای ليکي:
ناوې جوړه شوه خو چاته؟
يو ړانده ته نابينا ته
چې يې نه ليده جمال
بې ديداره د وصال
چا ويل د ناوې کور کې
فکر وکړۍ څه کوئ؟
ناوې چاته جوړوئ؟
د سينګار معنی به څه وي؟
چې کاته ورته هيڅ نه دي؟
مه کوئ خوشې خواري
د ړندو سترګو لپاره
د استاد الفت فلسفه ډېر ځله د انسان ټولنيزې اړيکې تر مطالعې لاندې نيسي، معنی دا چې دی د انسان اړيکه له انسان سره څېړي، ځکه له همدې اړيکې څخه ټولنيزې اړيکې رامنځته کېږي، موږ څوک يو؟ ولې ژوند کوو او په ټولنه کې څه ونډه او انتظار لرو؟
استاد الفت د يو سترګور ليکوال په توګه او د لومړي ځل لپاره زموږ اجتماعي اخلاق تر څېړنې لاندې نيسي، انتقاد کوي، طنز وايي او ښه خو يې دا چې د حل لاره وړاندې کوي.
استاد الفت د دين فلسفه، د انسان د اجتماعي ژوند په ګټه تفسيروي، مثلا د هغه په نظر پر مسافرو ځکه روژه نه ده فرض، چې حرکت کوي او هرڅوک چې ولاړ او ساکن وي، نو د خوراک، څښاک حق نه لري، استاد الفت ډېر ځله موږ حرکت، کار او تلاش ته هڅوي، استاد هر کله چې له طبيعت سره زموږ پر اړيکو غږېږي هم، موږ ته پېغور راکوي، چې که موږ کارونه وکړو، نو طبيعت هم زموږ دښمن کېدای شي، د هغه په ژبه زموږ په هېواد کې سيند ورانوونکی، ظالم او خونړی دی، خو کله چې له هېواده ووځي، هلته د ودانۍ او سمسورتيا نښه او وسيله ګرځي، يعنې دا چې موږ طبيعت نه شو رام کولی، د حرکت، کار او کوښښ د نشتوالي له امله طبيعت زموږ په مقابل کې درېږي.
استاد الفت د انسان د هستۍ په هکله فکر کوي او د خوشبينو مفکرينو په توګه انسان دېته هڅوي، چې له خپل ژوند څخه خوند او ګټه واخلي.
استاد الفت دېته متوجه و، چې په افغانانو کې بايد د فکر کولو تمرين ته لاره اواره کړي، دا خلک اړتيا لري فکر وکړي، د خپل ځان، چاپېريال، د انسان او ټولنيزو اخلاقو په هکله سوچ وکړي، چې دې ته متوجه شي، چې بايد نيګړتياوې اصلاح او ښېګڼې لا ډېرې کړي، هوکې، فکر کول د فلسفې بنسټ جوړوي.