افغانستان ډیر مهم ستراتیژک موقعیت لري چې د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، چین، ایران او خلیج په منځ کې پروت دی.

د امن او ثبات په صورت کې افغانستان د سیمې په ثبات او اِزدهار کې لوی مثبت رول لوبولای شي دا هیواد هغه وخت د مترقي هیوادونو په قطار کې راتلای شي چې بیطرف وي.

د بیطرفي او د انسلاک په صورت کې افغانستان همیشه خپلو او پردیو ته سر خوږی را منځ ته کړی او د نورو د اوږو بار ګرځیدلی دی.

په ۱۹مه پیړۍ کې برتانویانو، په شلمه پیړۍ کې روسانو، ورسته د افغانستان ګاونډیانو او د ۲۱مې پیړۍ په سر کې د امریکا مداخلو افغانستان او سیمه د بحران سره مخ کړه.

حتی غیر دولتي او انفرادي مداخلاتو افغانستان بحراني کړی، د افغانستان بقاء په بیطرفۍ کې ده او ضروري ده چې د نړیوالې ټولنې سره د متقابل احترام او نړیوالو اوصولو په رڼا کې انډیوال پاتې شي.

د هغه هیواد اقتصاد چې تر بهرني اشغال لاندې وي د اشغالګرو قوت لخوا داسې تنظیمیږي چې پر خپلو پښو ونه دریږي او تل یې پر نورو تکیه او د مرستې لاس یې نورو ته اوږد وي.

افریقا چې د نړۍ په ټولو قارو کې د طبیعي زېرمو په لحاظ غني ده او په سوو کاله د غربي نړۍ تر تسلط لاندې اوسیږي او په سوو زره ملیونه ډالره یې د مرستې په نوم پکې مصرف کړیدي، تر اوسه یې نه خلک په وچه ډوډۍ ماړه شوه او نه ډموکراسي پکښې راغله بلکه دا مرستې ددوی په ځان ماران دي چې تر ډیره حده ددوی د بې اتفاق کولو او پخپلو منځو کې د قوم، ژبې، سمت، مذهب، او نژاد په نوم د جنګولو لپاره استعمال شوي ترڅو استعمارګرته په ډاډه زړه تر ډېره وخته هلته د پاتې کیدو فرصت وی.

ددغو هیوادونو امنیت، روحي حالت او اقتصاد استعمارګرو داسې په مهارت ورخراب کړی او په خلکو کې یې خودي او عزت النفس دومره کمزوره کړیدی چې بیله بهرنیانو نور ژوند ورته یوه فاجعه ښکاري.

داسې حالت نن موږ په خپل هیواد کې ګورو، یواځې او یواځې کوی شو چې د الهي او اخلاقي ارزښتونو په ژوندي کولو سره دې بحران ته د پای ټکی کیږدو او په ځان متکي شو……

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *