تاند- په افغانستان کې د مرستندویو موسسو او ادارو نیمايي کارکوونکو ته په تېر یوه کال کې، چې بهرنيو پوځیانو په دې هیواد کې عملیات درولي دي، د مرګ خبرداري یا ګواښونه شوي دي.
دا خبره پرون، چهارشنبه، د افغانستان په اړه د لندن تر کنفرانس مخکې په یوه خپره شوې سروې کې وشوه.
د بي اې اې جي په نوم په افغانستان کې د بریتانیا او آیرلنډ د خیریه کارکوونکو تر چتر لاندې د مرستندویانو او د بشري حقونو فعالانو په خپله سروې کې ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت پر له پسې خرابېږي او په سلو کې ۶۰ ځانونه ناامن احساسوي.
طالبانو او د هغو متحدانو د روان ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې په ټول افغانستان کې بریدونه زیات کړي دي.
د (بي اې اې جي) ريیس جاوید نادر وویل:«د خلکو داسي تصویر له ورایه ښکاري چې احساس کوي یوازې پرېښودل شوي، له خطر سره مخامخ دي او مرستې پرې درول شوي دي.»
ښاغلي نادر همداراز وویل:«موږ چې په افغانستان کې خپل همکاران خطر ته پرېږدو د خیانت احساس کوو چې دوی ته شا اړوو او دوی هم د امنیت او هم له مالي نظره په میدان پرېږدو.»
په افغانستان کې څلورمه برخه مرستندویان وايي چې په تېر یوه کال کې د دوی د پرمختیايي پروګرامونو لپاره مالي مرستې کمې شوي دي.
د مرستندویو ادارو په سروې کې ویل شوي چې په یو شمېر سیمو کې د یاغیانو د فعالیتونو له کبله د مرستندویانو کار محدود شوی او زیان لیدونکي خلک نوره مرسته نه شي ترلاسه کولی.
د بشري مرستو میرسي کارپس موسسې، چې له ۲۰۱۱ څخه په هلمند کې کار کوي، خبرداری ورکړ چې که د دوی پروګرامونو ته پیسې ورنه کړای شوې نو په افغانستان کې شوي پرمختګونه له خطر سره مخامخ شي.
په افغانستان کې د میرسي کارپس ريیس ډیویډ هاینس په یوه اعلامیه کې ویلي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل باید د افغانانو د ملاتړ د زیاتېدو پیغام ولري نه د کمېدو.