تاند- د افغانستان په اړه د لندن نړیوال کنفرانس، چې پر امنیت، له فساد سره پر مبارزې او سیاسي اصلاحاتو متمرکز دی، نن پرانستل شو.

دا کنفرانس، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د بریتانیا د صدراعظم ډیویډ کامرون یې په ګډه کوربه توب کوي، په یوه حساس وخت کې د افغانستان له نوي حکومت سره د ملاتړ څرګندونه ده.

د کنفرانس په پرانستونکې وینا کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هامنډ د هغو ستونزو په وړاندې خبرداری ورکړ چې د افغانستان نوی حکومت ورسره مخامخ دی، ویې ویل :«سره له دې چې ډېر کارونه شوي، ډېر، ډېر شیان پاتې دي چې باید وشي.»

هامنډ همداراز وویل:«افغانستان د خپل تاریخ یوه نوي باب ته داخلېږي، د انتقال د لسیزې پیل ته، چې په لړ کې به یې افغانان د خپلو پرمختیايي او امنیتي چارو مشري په خپله غاړه اخلي. »

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم په دې کنفرانس کې ګډون کړی دی.

ټاکل شوې نه ده چې په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره د نویو مالي مرستو ژمنې وشي، خو افغان مشرانو ته به زمینه برابره کړي چې د اصلاحاتو د پلانونو په اړه خپلې طرحې وړاندې کړي.

تر کنفرانس مخکې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د بریتانیا د کورنیو چارو له وزیرې سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریود پراختیا، د نشه موادو او پلان شویو جرمونو سره د مبارزې او ځینو نورو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې.

ولسمشر غني دبریتانیا د کورنیو چارو له وزیرې تیریسا مي نه وغوښتل، چې بریتانیا باید د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني کنفرانس ته وروستۍ وینا وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ