له وزارتونو څخه د سرپرستو وزيرانو د ګوښه کولو په دوام، ټاکل شوې ده چې د شپږ ولايتونو واليان هم له دندو ګوښه او پر ځای يې نوي کسان وګمارل شي.

‎يوې باوري حکومتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، تاند ته ویلي دي چې ټاکل شوې ده، ډېر ژر د کندهار، لوگر، هلمند، غزني، ننگرهار او بادغیس واليان له دندو ګوښه کړل شي.

په دې ولایتونو کې تر دې دمه یوازې د کندهار، کندز او ننګرهار لپاره ګمارل شوي څېرې افشاء شوې دي.
دغه سرچينه وړاندې وايي، په دې سربېره، د ډېری ولايتونو مرستيال واليان هم چې له تېرو دريو کالو راهيسې پر خپلو دندو پاتې دي، له دندو ګوښه کېږي.

د سرچينې په خبره، د نويو واليانو د ګمارلو په لړ کې د کندهار د والي تقرر تر ټولو مهمه او جنجالي پرېکړه ده.

د دغه ولایت لپاره د نسیم پښتون شریفي په نامه یوه ځوانه او غیرمتنازعه څېره په پام کې نیول شوې ده.

د نسیم پښتون شریفي په اړه ویل کېږي چې نوموړی یوازېنی کس دی چې د جنرال رازق او شاه ولي خان کرزي په شمول، د کندهار مهم لوري ورسره ستونزه نه لري.

په دې سربېره، تر دې دمه په ټولنیزو رسنیو کې د کندهار ولایت د ځوانانو او مدني ټولنې لخوا د ده د تقرر د پرېکړې پراخ هرکلی شوی دی.

ولسمشر ته نیږدې یوې مهمې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د نسیم پښتون شریفی د تقرر پرېکړه تایید کړې او نوموړی یې د دې ولایت ټولنیز، قومي او سیاسي جوړښت او نزاکتونو ته په کتنه د کندهار لپاره تر ټولو مناسب شخص بللی دی.

هاخوا د ننګرهار د والي په توګه د هلمند د پخواني والي ګلاب منګل او د کندوز د والي په توګه د انجينر عمر ساپی د ټاکل کېدو خبرونه ځينو سرچينو تاييد کړي دي.

د پاتې دريو ولايتونو لپاره په نښه شوي کسان لا تر اوسه نه دي مالوم شوي چې څوک دي.

2 thoughts on “د لندن تر غونډې وروسته د شپږو ولايتونو واليان ګوښه کېږي”
  1. د نسیم پښتون د ټاکل کیدو خبره سرتر پایه غلطه او درواغ ده۰
    نسیم پښتون له کندهار د کرزی کورني سره د تجارتي اعلاناتو د قرارداد پر سر امریکا ته په فرار اړ ایستل سوو۰ بنآ دا خبره چې هغه له چا سره په کندهار کې ستونزه نه لري په مکمل ډول بې بڼسټه ده۰د دولت د وزیرانو او والیانو د ټاکلو لپاره باید لاندنې معادله په پام کې ونیول سي: هیڅ والي په خپل ولایت کې د ولایت دنده پرمخ نسي بیولي۰ دوهم د کرزي د حکومت هیڅ وزیر په نوې کابینه کې ځاي نه لري۰ هره ټاکنه آوازه او یا د وزیرانو او والیانو د ټاکلو لیست پورته شرېونه پوره کړل نو رښیتا ده نو که داسي نه وي نو پرته له آولزو بل څه نسي کیدلي۰ بینوا ویب پاڼي مشر خالد هادي صاحب کله نا کله د خپلو ګټو لپاره داسي آوارې خپروي، ځکه هادی صاحب او پښتون شریفي صاحب په تجارتي مسایلو کې شریکان دي او د قیوم کرزي او توریالي ویسا سره سیاسي رقابت لري۰ ټاند باید ناجوته ددرواغو آوزي خپري نه کړي ځکه د بینوا په څیر ټانډ هم کیدي سي خپل ګټلي حیثیت له لاسه ورکړي۰ په درناوي
    سعید

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *