تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني د لندن کنفرانس ته د کابینې، ولس ته د خپل حکومت د ژمنو، اداري فساد، د بېوزلۍ د ختمولو، د ښځو د وضعیت د ښه کولو او ګڼو نورو پروګرامونو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

ده وویل:«موږ خلکو ته وعدې ورکړي خو خلک زموږ پر ژمنو نه بلکې زموږ پر عملونو حساب او باور کوي.»
ده وویل چې حکومت به یې داسي میراث پرېږدي چې نور (راتلونکي حکومتونه) ورته دوام ورکړي.

ولسمشر غني د کابینې په اړه وویل، د افغانستان نوې کابینه به له تکړه او په کار پوه کسانو جوړه وي، په حکومت کې به د فساد د مخنیوي لپاره جدي هڅې وشي او په راتلونکو دوو یا څلورو اوونیو کې به نوې کابینه اعلان شي.

ښاغلي غني له واک ته رسېدو وروسته ویلي و چې په یوه نیمه میاشت کې به نوې کابینه اعلان کړي خو ویل کېږي چې د ده او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلاف له کبله د کابینې اعلان ځنډېدلی دی.

خو ده نن د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې دوی متحد دي:«موږ دلته راغلي یوو چې ووایو موږ یو لاس یوو او زموږ سره مرسته وکړئ. موږ امنیتي موافقې لاسلیک کړې، د کابلبانک دوسیه مو پرانسته، ستره محکمه به دا دوسیه په یوه میاشت کې کاملاً بشپړه کړي. له ستونزو سره په مقابله کې مو ځنډ ونه کړ، پر خپلو ستونزو پوهېږو او غواړو چې هغه حل کړو.»

د افغانستان ولسمشر د لندن کنفرانس په اختتامیه وینا کې همداراز وویل:«په تېرو دوو میاشتو کې زموږ حکومت په سمه لار تللی، هیله لرم چې خلکو ته مو قناعت ورکړی وي چې موږ په سمه لار تللي یوو. د ملي یووالي حکومت غواړي چې د حکومت او خلکو ارتباطات بدل کړي یعني حکومت به د خلکو خدمتګار وي، خلکو زړه ورتیا وکړه، رایې یې ورکړې.»

ولسمشر غني همداراز په کلکه وویل چې افغانستان به د ناکامۍ او سقوط لور ته لاړ نه شي:«زموږ دوستانو موږ ته د ملاتړ ژمنې راکړي دي.»

ده وویل:«ښځې زموږ د راتلونکې کیلیانې دي. د ټولنې پر یوې برخې د سترګو په پټولو وړاندې نه شو تللی.»

ده یوازې تعلیمي او روزنیز پروګرامونه کافي ونه بلل او د نړۍ له هیوادونو یې وغوښتل چې د افغان ښځو تولیداتو ته خپل بازارونه پرانیزي.

د افغانستان ولسمشر وویل چې افغانستان او خلک یې لا هم د نړۍ یو تر ټولو بېوزله هیواد دی، فقر د بې ثباتۍ، مخدرو موادو او ګڼو نورو ستونزو سبب دی نو باید د بېوزلۍ پر له منځه وړلو باندې د ستونزې د یوه اصلي عنصر په توګه تمرکز وشي.

د افغانستان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم او دغه راز د بریتانیا له صدراعظمه مننه وکړه. ده د بریتانیا صدراعظم ډیوید کامرون په دې وستایه چې دا کنفرانس یې ترتیب کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *