تاند- د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا او نورو هیوادونو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د لندن په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې څخه د ملاتړ د دوام په اړه د کابل د غوښتنې په ځواب کې ژمنه وکړه چې د افغانستان نوی حکومت به په میدان پرېنږدي.
د لندن په کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د بریتانیا د صدراعظم ډیوید کامرون په کوربه توب او مشرۍ د څه باندې ۶۰ هیوادونو استازو په ګډون جوړ شو.
اشرف غني د سپټمبر په میاشت کې ولسمشر اعلان شو او د افغانستان په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره په سوله ییز ډول واک ترلاسه کړ خو لا یې هم کابینه نه ده اعلان کړې.
ده نن د لندن په کنفرانس کې وویل:«تاریخ به بیا تکرار نه شي. موږ پر ماضي مسلط شوي یوو. موږ له خپلو ټولو شریکانو او ګاونډیانو غواړو چې زموږ سره ودرېږي، ځکه چې هیڅ هیواد خوندي کلا نه ده.» (تفصیل)
د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون افغانانو ته ډاډ وکړ:«موږ په ټوله لاره کې له تاسو سره په هر ګام کې یوو.»
د پاکستان صدراعظم نوازشریف د لندن کنفرانس ته وویل چې دا غونډه د دوو هیوادونو ترمنځ یوه نوې تاریخي پیلامه وه.
نوازشریف همداراز وویل:«پاکستان د افغانستان له خلکو سره کلک پیوستون ساتي.»
د امریکا حکومت په تېرو څلورو کلونو کې له افغانستان سره د ۸ ملیارد ډالرو مرسته کړې ده او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې له کانګریسه به وغواړي چې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پوري له افغانستان سره فوق العاده مرستې تصویب کړي.
ده ونه ویل چې څومره پیسې به له کانګریس څخه د افغانستان لپاره وغواړي.
د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر وویل:«موږ ژمن یوو، دا یقیني کړو چې افغانستان به بیا هیڅکله د داسي خوندي پناهځای په توګه نه کارول کېږي چې ترهګر ورڅخه نړیواله ټولنه وګواښي.»
ښاغلي کیري د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«موږ پوهېږو دغه هدف ته د رسېدو تر ټولو اغېزمنه لار دا ده چې د افغانستان د ملي یووالي او د هغه د امنیت ملاتړ وکړو.»