د کوز کونړ ولسوالۍ مرکزي لوبډلې په ننګرهار کې د شهيد محمد قاسم جام ترنامه لاندې دکرکټ سياليو اتلولي ترلاسه کړه.
د کرکټ دغه دولس اوريزې سيالۍ په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ځوانانو د لښکر مشر سيداګل په مالي مرسته د شپاړلسو لوبډلو په ګډون څوارلس ورځې وړاندې پيل شوې وې.
د سياليو پاى لوبې ته د کوز کونړ ولسوالۍ مرکزي لوبډلې او ديادې ولسوالۍ د شاد خان لوبډلې لاره پيداکړې وه.
په ترسره شوې سيالي کې لومړى توپ وهنه د کوز کونړ ولسوالۍ مرکزي لوبډلې وکړه ، په ټاکلي دولسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د يوسلو نهه دېرش منډو هدف وټاکه.
دغه هدف شاد خان لوبډلې پوره نه کړ او سيالۍ د کوز کونړ ولسوالۍ مرکزي لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
لعلي د پاى لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
يادونې وړ ده په دغو سياليو کې د ننګرهار، دره نور او کوز کونړ ولسواليو او د کونړ څوکۍ او نورګل ولسواليو يوشمېر لوبډلو برخه اخيستې وه
ختيځ زون کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر