په لندن کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له افغانستان څخه سیمه ییز قدرت جوړو او له دغه هېواد سره مالي ملاتړ ته دوام ورکوو.
افغان ولسمشر ويلي، نړۍ زموږ د راتلونکې مسووله نه ده، يوازې د مشترکو ګټو او ګواښونو لپاره بايد همغږي شو، خو دا همغږي او همکاري به يوازې په پوځي برخه کې نه وي، بلکې غواړو پانګونه وکړو او سوداګري پراخه کړو، چې بنيادي تغيير راشي.
اقتصاد پوهان وايي، تر هغه چې د افغانستان د بشري ځواک او زيربینا په برخه کې دايمي کار تر سره نشي، ناشونې به وي، چې دا ډول لنډ مهالې ژمنې او مرستې دې افغانستان پخپلو پښو ودرولای شي.
د افغانستان د ماليې وزارت وايي، په لندن کنفرانس کې د افغانستان له لوري وړاندې شوې برنامې تر ډېره د نړيوالو د پام وړ ګرځېدلي او هغه مرستې چې په توکيو کنفرانس کې يې ژمنه شوې وې تازه شوې دي.
د افغانستان د ماليې وزارت مسوولين وايي، هغه ۱۷ برنامې چې د توکیو کنفرانس په پايله کې افغانستان ته سپارل شوي وې، له دوو هغو پرته چې نه دي بشپړ شوې، په نورو برخو کې افغان لوري خپل مسووليت پوره کړی او د نړيوالو رضايت يې تر لاسه کړی دی: (( تر يوې کچې په مالي اصلاحاتو او د اداري فساد پرضد مبارزه کې ستونزې شته، خو په ټوله کې په نورو برخو کې مو پرمختګ کړی او د نړيوالو غوښتنې پوره شوې دي.))
د افغانستان د غوښتنو تر څنګ نړیوالو هم د توکیو د متقابل ځواب ورکولو اډانې له مخې د ۱۷ مواردو په ډله کې مهم څه د ښې حکومتولۍ رامنځته کول، بشري حقونه، د ښځو حقونه، له فساد سره مبارزه او له نشه يي توکو سره مبارزه، مالي اصلاحاتو يې يادولای شو.
د لندن کنفرانس د ۲۰۱۰ کال د کابل او د ۲۰۱۳ کال د توکيو د کنفرانسونو په تعقيب دی، چې د کابل په کنفرانس کې ځينې بنسټونه تعريف شوي، د توکيو په کنفرانس کې تاييد شوي او اوس په لندن کنفرانس کې وارزول شول.
پنځه کاله وړاندې د افغانستان د ملي بودجې د تمویل لپاره درې میلیارده ډالره له بهرنیانو غوښتل کېدل، خو اوس دغه مرستې اړتيا شپږ میلیارده ډالرو ته پورته شوې ده.
د افغانستان د ماليې وازت وياند عبدالقادر جيلاني محور ته وويپل، په تېر مهال کې د نړيوالو له لوري د کېدونکو مرستو ۸۰ سلنه به د مرستندويه هېوادونو او ډونرانو له لوري لګول کېدې، د بهرنيو کمپنيو او شرکتونو په مټ به پروژې عملي کېدې، خو د اوس لپاره اساسي غوښتنې داوې، چې د دغو مرستو له ۴۵ تر ۵۰ سلنې پورې بايد د افغانستان د ملي بودجې له لارې ولګول شي: (( کومې مرستې چې په تېر کې د افغانستان د ملي بودجې له لارې لګول شوې، تر ډېره بريده ګټورې پرېوتې دي.))
ښاغلی جيلاني وايي، په دريو برخو کې افغانستان خپل پروګرام وړاندې کړی، اقتصادي مالي مرستې، ټولنيزه وده ( د کليو او ولسواليو په کچه پراختيا يي کارونه او بدلون)، سيمه ييز اقتصادي پرمختګ چې بايد د نړيوالو او ګاونډيانو لپاره افغانستان د ښه موقعيت په توګه وکارول شي: (( د منځنۍ، ختیځې او سوېلي اسیا د هېوادونو تر منځ د طبیعي او صنعتي توکو د لېږد را لېږد لپاره د افغانستان مواصلاتي شبکې، سړکونه، د رېل پټلۍ، د برېښنا د لېږد لینونه، د ګازو او تېلو د لېږد نللیکې ډېرې مهم څه بلل کېږي.))
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، په تېرو دیارلسو کلونو کې د نورو اړخونو ترڅنګ د افغانستان اقتصاد پر بهرنیو مرستو ولاړ و او د هر کال په تېرېدو سره پر بهرنیو مرستو د افغانستان اتکا زياته شوې ده.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پونځي استاد سيف الدين سيحون وايي، په تېر کې چې د افغانستان په تړاو کوم کنفرانسونه جوړ شوي، د مرستو ژمنې شوې او يا مرستې شوې، په ځای نه دي لګول شوې او د لندن کنفرانس ته هم په هغه نظر کتل کېږي، ځکه چې مرستې هم کمې دي او هم شفافيت پکې نشته. ښاغلی سيحون زياتوي، د دې ترڅنګ ډېرې ژمنې عملي نه کېږي، پکار خو دا ده، چې د افغانستان د پښو درېدو لپاره دايمي کار تر سره شي. دی زياتوي، تر هغه چې د افغانستان د بشري نیرو او زيربینا په برخه کې دايمي او هر اړخيزه کار ونشي، ناشونې به وي، چې دا لنډ مهالې مرستې دې افغانستان په پښو ودرولای شي.
د اقتصادي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد، تاج محمد اکبر وايي، افغان حکومت ګڼې نيمګړتيا ولرې او تر هغه چې د هېواد اقتصادي سيستم سم مديريت نشي، دا به خوار ستونزمنه وي، چې کېدونکې مرستې دې په ځای ولګول شي.
د لندن په کنفرانس کې افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني د وينا پر مهال وويل، نړۍ زموږ د راتلونکې مسووله نه ده، موږ په خپله د خپلې راتلونکې مسوول يو، خو نړۍ او موږ ګډې ګټې او مشترک ګواښونه لرو، نو د دې لپاره بايد له نړۍ سره همغږي شو.
ولسمشر څرګنده کړه، موږ يو انتخاب لرو؛ يا به د اسيا د همپالنې بنسټ ګرځو او يا به د اسيا په يوې هېرې شوې څنډې بدلېږو؛ ځکه چې وخت هېچا ته هم نه درېږي او دا موږ دې ته اړ باسي، چې له دغه فرصت څخه د خپلو خلکو د ښې راتلونکې لپاره استفاده وکړو. ده د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مسئله يوه بنسټيزه مسئله وبلله او ويې ويل، چې زموږ ټول تمرکز پر دې دی، چې فقر له منځه يوسو.
ښاغلي غني نړيوالې ټولنې ته وړانديز وکړ، چې په افغانستان کې د پروژو پرځای د افغانستان حکومت ته د مثبتو پايلو د رامنځته کولو لپاره مالي سرچينې په واک کې ورکړي. هغه وايي، همغږي او همکاري بايد يواځې په پوځي برخه کې نه وي، موږ غواړو چې پانګونه وکړو او سوداګري پراخه کړو، ترڅو زموږ د خلکو ژوند په بنيادي ډول تغيير وکړي او د دې کار لپاره بايد د همکارۍ يو نوی فصل پيل شي.
افغان ولسمشر چې د لندن په کنفرانس کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د نړيوالې ټولنې له تازه ژمنو خوشاله ښکارېده وويل، هغه څه يې ترلاسه کړل، چې د کنفرانس نه يې تمه درلوده.
د افغانستان په اړه د لندن په کنفرانس کې د توکيو په کنفرانس کې د شويو ژمنو پر بيا نوي کولو سربيره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د نړيوالې ټولنې له خوا د ۱۶ ميلياردو ډالرو ژمنه شوې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د مالي ملاتړ لپاره د امريکا د متحده ايالتونو ژمنې يو ځل بيا تازه کړې او ويلي يې دي، چې له دغه هېواد به يو سيمه ييز قدرت جوړ کړو. ښاغلي کېري، چې تېر ماسختون د لندن کنفرانس له پاى ته رسېدا وروسته خبرې کولې، داهم ويلي، چې دى پر ولسمشر غني پوره باور لري، چې يو پياوړى او بريالى افغانستان به جوړکړي.