د لندن د کنفرانس کوربنو د افغان دولت د مشرتابه په عنوان دوه جلا بلنلیکونه رالیږلي وو؛ د ملي وحدت د حکومت اجرایه ریيس له شپږو کسانو سره او ولسمشر له یو زیات تعداد کسانو سره.

د بلنلیکونو له محتوا ښکارېده، چې په یاد کنفرانس کې د نړیوالې ټلوالې د جنګي ماموریت دوه متحدین باید ګډون وکړي، نه د یو مستقل- منتخب حکومت ملکي استازی.

له افغانستان څخه لکه د واده په ورا ډېر کسان لندن ته روان شول، ګام پرګام تصويري سفرنامې په ډاګه کوله، چې ولسمشر او اجرایه ریيس په یوه ګام، په یوه فاصله کې په یو سیاسي ردیف کې قرار لري. د وینا په مهال دوه دریځونه فعال شوي وو او دواړه افغان مشران په یوه تکراري موضوع په نوبت وغږېدل، خبریالانو د لومړي ځل لپاره داسې یوه ډارمه ننداره کوله.

څه چې د افغان لوري تېروتنه حسابېږي، په کنفرانس کې جوړه ګډون دی؛ که ولسمشر غني عبدالله په نه ګډون یا پټه خوله نشوای قانع کولای، د افغانستان په استازیتوب د ناټو او لندن کنفرانسونو ته د عبدالله ورتګ د ملک د مستقل حیثیت ساتنې لپاره د دواړو تر حضور غوره و. د معمول په ډول د درېیمې نړۍ په تېره د ایران، افغانستان، د ازبکستان په څېر د منځنۍ اسیا د ډېرو هېوادونو استازو په نړیوالو کنفرانسونو کې روغې خبرې ندي کړې، خو تاوان یې تردې په مراتبو کم دی، چې له یوه ملک څخه د دوه حکومتونو په جلا لارو روان د متضادو دريځونو استازي په کنفرانسونو کې د خپل ملک ديپلوماتیک موقف ونشي ژغورلای.

د انتخاباتو له ماجرا راهیسې افغانستان په سیاسي میدان کې په ښه مزل په ښه لوري روان ندی. دا یوه نړیواله توطیه ده، اما په تطبیق کې یې د افغانستان سیاسیون بې ګناه نه شمېرل کېږي. د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې د امریکا د سفارت درې دیپلوماتان د یونما له مشر سره یوځای د حامد کرزي او د جنجالي انتخاباتو د یو کاندید کارځای ته ورغلل، دوی کرزي ته وویل(( اجرایه ريیس منې که ۴۹ سلنه رایې؟)) په ۴۹ سلنه رایو سره انتخابات دویم دور ته تلل، خو اجرايه ریيس به د یو مستقل ريیس جمهور لپاره د غاړې غړوندی و. کرزي د زهرو ګوټ وکړ، له ( سي او ) یې انکار وکړ او امریکایان نور نو په هغه اوږده لاره تللو ته خوشاله نه وو، چې انتخابات له سره وکړي.

ورته سناریو درې کاله وروسته بیا تکرار شوه؛ په قطر کې طالبانو ته د دفتر د جوړولو انتظام وشو او څو طالب مشران یې هغه هېواد ته ورسول. حامد کرزي احتياطاً‌ او له دې ډاره چې امریکا له قطره نااټکل شوې استفاده ونکړي، له اوباما یې په قطر کې د طالب نماینده ګۍ د محتوا لیکلی تضمین وغوښت، یعنې هغه غوښتل د اوباما په لیک کې باید واضح شي، چې د قطر دفتر به په هېڅ صورت د اسلامي امارت نماینده ګي نه وي او نه به سیاسي سفارت وي.

د شوي او کتبي تعهد خلاف طالبانو په قطر کې په خپل دفتر د امارت لوحه او د خپل تحریک بیرغ یې ودراوه. همدا سبب و، چې د قطر د خبرو اترو برنامه په ټپه ودرېده.

په وروستيو انتخاباتو کې امریکا او څو د ګوتو په شمېر متحدین یې تر افغان رایه ورکوونکو ډېر ښکېل وو. دوی د بري د فیصدۍ د تناسب لپاره د عبدالله او غني ترمنځ ډېر ژور رول درلود، حتی په ځینو مواردو کې د نښې ویشتلو ابتکار د امریکا په لاس کې و. کله چې په لویې جرګې خېمه کې د عبدالله پلویانو د موازي حکومت غږ پورته کاوه، ډېری دټيم نږدې غړي یې له پریکړې راضي نه وو. د غونډې په جریان کې له بیګاني تصمیمه د عبدالله انحراف د یو غټ تعداد نورو ملګرو لپاره یې حیرانوونکی او د اندېښنې وړ و. امریکا یوازې وغوښتل، چې عبدالله د نوي حکومت پښو ته ور وغورځوي، خو په عین وخت کې د عبدالله د نجات لپاره برنامې وجود ندرلود. همدا سبب شو، چې ځینې مصلح کسان له دې بې سویې مقابلې څخه څنډې ته شول.

امریکا په افغانستان کې د یو خودمختاره او سرزوري حکومت ودې ته خوشبینه نه ده، کېدای شي، د ځینو افغانانو لپاره یې منل سخت کار وي، خو د تېر حکومت یو حقیقت دا دی، چې امریکا له مارشال فهیم سره حتی د یوې ثانیې لپاره خپلې اړيکي ترینګلي نکړل. سره له دې چې امریکا ته د نوموړي په سفرونو بندیز ولګول شو اما هغه د شمالي ټلوالې د یو پیاوړي مشر په توګه امریکا ته په زړه پورې و.

امریکا غواړي له شمالي ټلوالې څخه د یو مزاحمت په توګه استفاده وکړي، دغه چنګنک د غني د برنامو او مستقل سیاست د اینده په ضرر دی، خو یوازې همدا لاره ده، چې شته حکومت په درایت سره له ټلوالې سره ګزاره تر ټکر او فرار غوره وګڼي.

که یو سوال مطرح شي، چې د داسې حکومت تردوام یوه بدیله چاره بهتره ده، نو راساً زموږ ذهنونه موقت حکومت او بیا انتخاباتو ته درومي. په دواړو حالتونو کې د هغو خطرونو له تکرار سره مخامخ یو چې یو ، دوه یا درې ژوندۍ بېلګې یې راسره دي. په دواړو حالتونو کې ولس د غټ قیمت پرې کولو ته اړباسو، خو دا تضمین نشو ورکولای، چې له شمالي ټلوالې یو پاک افغانستان به ورته وګټلای شو.

د نوي ولسمشر لپاره د ولسي ملاتړ ضرورت دی، چې د برنامو د تطبیق په صورت کې یې ترشا ودرېږي، غږ یې ور بدرګه کړي او په قوي ملاتړ سره د شمالي ټلوالې له خوا ورپيښ ګواښونه حداقل ته راټيټ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *