تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف د جمعې په ورځ په لندن کې وویل چې سوکاله او سوله ییز افغانستان د پاکستان په خیر دی او پاکستان د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره مثبتو اړیکو او همکاریو ته لار څاري.

نوازشریف دا څرګندونې د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون سره د سهارنۍ په ترڅ کې وکړې.

نوازشریف د بریتانیا د صدراعظم ډیوید کامرون په بلنه د افغانستان په اړه د لندن په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره دې هیواد ته په درې ورځیني سفر تللی دی.

نوازشریف د افغانستان په نړیوال کنفرانس کې له ګډونه وروسته د بریتانیا د صدراعظم په دفتر کې له ډیویډ کامرون سره د خپل هیواد او بریتانیا پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

د بریتانیا صدراعظم کامرون د ترهګرو پر ضد په جګړه کې د پاکستاني پوځیانو قربانۍ وستایلې، ویې ویل چې پاکستان تر بل هر هیواد د ترهګرۍ پر ضد په جګړې کې زیات تاوانونه لیدلي دي.

وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله هم د پاکستان او بریتانیا د صدراعظمانو په غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان، پاکستان او بریتانیا مشرانو د سوله ییز، سوکال او باثبات افغانستان لپاره پر خپلې ارادې ټینګار وکړ، ویې ویل چې د افغانستان سوله او سوکالي به پر ټوله سیمه مثلت اغېز وکړي.

د افغانستان ولسمشر د لندن له درې وځیني سفره وروسته د جمعې په ورځ برلین ته لاړ او د دغه هیواد له صدراعظمې انګیلا میرکل سره یې وکتل.

One thought on “د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو درې اړخیزې خبرې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *