ځينې کسان پټکی په سروي، ځینې لوڅ سر ګرځي. څوک پتلون اغوندي، څوک ملي جامې خوښوي. یو به د پخوا په څېر د اتڼ شوقي وي، د بل زړه به نوې نڅا وړی وي.
د زوړ او نوي ټکر همېشه موجود و خو په وروستیو سلو کلونو کې چې د لویدیځ تمدن په زرګونو نوې جلوې د سیلاب غوندې ناڅاپه راغلې، دغه ټکر تر بل هر وخت شدید شو.
ځینو کسانو چې د لویدیځ تمدن کمالونه ولیدل، دومره زیات یې تر اثر لاندې راغلل چې د هغو په خم کې رنګېدل او ژغورېدل ېې بېخي یو شی وبلل. ځینو نورو ته لویدیځ کلچر دومره بد او بدرنګی ښکاره شو چې له هغه سره په مقابله کې یې ثوابونه ولیدل.
تاریخ راته وایي چې هیڅ کلچر په یوه حال نه پاتېږي. د وسایلو تغییر، د علم پرمختګ او اقتصادي تحولات په فکرونو او ذوقونو باندې خامخا اثر اچوي.
پخوا چې اوسنۍ دواګانې او معالجې نه وې او میکروب نه و پېژندل شوی، د ګڼو مرضونو سبب شیطان ګڼل کېده. په پخوانۍ معالجه کې له بدن څخه د شیطان د وتلو لپاره د اورادو ویل او د دمونو کول عام وو خو اوس دمګرې هم چې ناروغ شي، ډاکتر ته ورځي.
پخوا چې اکثره کارونه په ازاده فضا کې کېدل نو لوڅ سر صحي مشکلات پیدا کول خو اوس چې د پټي کار هم تر ډېره حده د تراکتور په ذریعه تر سره کېږي، د لوڅ سر عادت مخ په زیاتېدو دی. پخوا بل ته ډوډۍ ورکول خورا لوی اخلاقي ارزښت و، ځکه یو خو لوږه بېخي زیاته وه او بله دا چې هوټلونه عام نه وو او چې چېرته به د دسترخوان څښتن نه و، هلته مسافرو ته ډوډۍ نه پیدا کېده. اوس هم زموږ په کلیو کې تر ښارونو د ډوډۍ ورکولو اهمیت زیات دی ځکه په کلیو کې هوټلونه او رستورانونه نشته.
زموږ لپاره لویه پوښتنه دا ده چې خپل زوړ کلچر به له نویو اړتیاوو او نوي کلچر سره څنګه پخلا کوو؟ هغوی چې د پخواني ژوند په ارزښتونو کې تغییر ته تیار نه دي، د هغو کسانو مثال یې دی چې د موټر په زمانه کې د ا وښ سورلي لازمه ګڼي او دلیل یې دا دی چې: نیکونه خو مو په موټرونو کې نه سپرېدل.
هغوی چې د ټولنې پخواني کلتور او ارزښتونو ته اهمیت نه ورکوي او خلک مجبور ګڼي چې باید نوی رنګ ومني، په یو بل افراط کې راګېر دي. دوی د ټولنې او بې روحه طبیعت تر منځ فرق هېر کړی دی. موږ د پیسو او ټکنالوژي په زور ممکن وچه صحرا په یوه کال کې په ګلستان بدله کړو خو ذهنیتونه او ذوقونه دومره په اسانه نه بدلېږي. سعدي وایي هغه مینه چې په زړه کې د ځایولو لپاره یې وختونه پکار وو، له زړه څه د ایستلو لپاره هم وختونه غواړي.
د دې لپاره چې په ټولنه کې کشمکشونه او اختلافونه تر وسه وسه کم شي، پکار ده د نویو غوښتنو او زړو ارزښتونو تر منځ د پخلاینې لارې چارې ولټوو. د ټولنې د مصلحانو او مفکرانو لوی کار دا نه دی چې د دغه کشمکش د یوې غاړې استازیتوب وکړي بلکې لوی کار یې دا دی چې د دواړو غاړو پخلاینې ته لار ومومي.
موږ په تېرو سلو کلونو کې د نویو غوښتنو او پخوانو ارزښتونو د نژدې کولو په چاره کې ځکه چندان کامیاب نه وو چې د نویو غوښتنو اکثرو مدافعانو له نویو فکرونو او ارزښتونو د شخصي ګټو استفاده کړې ده. مثلا خپل اولاد یې په مکتب کې شامل کړی دی خو له دې سره یې دلچسپي نه ده لرلې چې د خلکو اولاد هم مکتب ووایي، ځکه که ټول خلک نوی علم حاصل کړي بیا به د دوی او د عام ولس تر منځ توپیر ختم شي. مونږ په دې وطن کې داسې مرشدان پیژنو چې په خپلو لوڼو یې د لویدیځ په پوهنتونونو کې سبق ویلی دی مګر خپل مریدان یې نه دي هڅولي چې زامن ښوونځيو ته واستوي.
له بلې خوا موږ تر ډېره حده د نوي تمدن ظواهرو او خوندونو ته کتلي دي، نه هغو کمالونو ته چې د لویدیځ په ترقي کې یې اصلي ونډه لرلې ده. په تېرو سلو کلونو کې په لسګونو زره افغانان د نړۍ په عصري پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره بهر ته لاړل خو ډېرو لږو یې په خپله ټولنه کې د علم او فکر په نوي کولو کې برخه واخیسته. درېشۍ راغلې، نیکټایۍ راغلې او د مېلو او چړچو طریقې نوې شوې خو شهکارونه رانه غلل، تخنیکونه رانه غلل او د نویو فکرونو د خپرولو لازمه هڅه ونه شوه.
د ټولنې د کلتور قوت ته په کمه سترګه کتل، د نویو اړتیاوو د واقعي اهمیت نه پیژندل ، د نوي ژوند په ښېګڼو کې د عام ولس نه شریکول او د ټولنې د نسبتا رسېدلي قشر له خوا خپل تاریخي رسالت هېرول ځینې هغه عوامل دي چې زموږ ټولنه یې تر ډېره حده د نوي تمدن په ارزښتونو باندې بې باوره ساتلې ده. دې بې باوري نه یوازې وروسته پاتې او بې وسه ساتلي یو بلکې سره وېشلي او په یو بل بدګومانه کړي یو.