زموږ د کلیو مشران کېسه کوي، چې کله د خلقي رژیم پر ضد جهاد پیل شو، نو دوی هم زاړه ټوپکونه او وسلې را واخېستې او په ډېر شوق او جزبه مخ په ښار ور روان شول، خو په لاره کې دوی له داسې جهادي ډلو سره مخ شول چې تر دوی یې ښې او نوي وسلې درلودې او د ورته هدف په موخه راوتلي و، خو دوی ته به یې بد بد کتل. د دغو جهادي ډلو کسانو به ورته ویل چې تاسو خو دویم نمبر کمونیستان یاست اول باید تاسو سره جهاد وشي، خو دوی دا خبره جدي نه نیوله او مخکې تلل یو ځای ته چې رسیږي ورته ویل کېږي چې اول جهاد باید له تاسو سره وشي ځکه تاسو د وطن او افغان لپاره جهاد کوی او موږ د خدای د رضا او اسلام لپاره راوتلي یوو. بس په دوی ټوپکې را اړوي او لسګونه ځوانان په یوه ورځ شهیدانوي.
د دوی ګناه دا وه چې د پاکستان سره یې د همغږۍ پرته د اخواني تنظیمونو د لیکو په ځای په خپل سر د جهاد ناره جګه کړې وه. دا د افغان او افغانیت په نامه لومړني شهیدان ګڼل کېږي چې د ننګرهار په سرخرود کې په بي رحمۍ وژل کېږي. له دې وروسته په جهادي سنګرونو کې، د خاورې، ملت او ملي کلمو له استعمال سره احتیاط کېده او که به چا هم دا کلمې کارولي هغه ته به د افغان ملتي او دویم نمبر کمونست په سترګه کتل کېدل. د افغان، افغانیت او ملي کلمو د نه استعمال ویره یوازې په یوه سیمه کې نه بلکې د پاکستان په ټولو پنډغالو کې حاکمه وه او حتا هغه کسان چې جهادي تنظیمونو سره نه ول او یا یې کارت نه درلود راشن او مرستې هم نه ورکول کېدې. د مهاجرو په کمپونو کې چې افغان ماشومانو ته کوم تعلیمي نصاب جوړ شو په هغې کې یوازې د اسلام، جهاد او ټوپک درس ورکول کېده ، د خاورې ملت او افغانیت باره کې څه شی نه ترسترګو کېدل او ددغو تنظیمي ډلو تر سیوري لاندې رالوی شوی نسل مو که څه هم یو لړ زده کړې وکړې او کسب او کمال یې زده کړ، خو د خپل هویت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو نه بیګانه رالوی شول.
په دې بله خوا کې د کمونستي رژیم چې ملي مترقي افکار او ډلې یې د خپلو انټرناسیونالیستي اهدافو د تحقق پر وړاندې تر ګردو جدي خنډ ګڼلو اول یې دا ملي شخصیتونه پلچرخي کې واچول چې ډېر یې د پلچرخي د پلیګونونو خوراک شول او هر هغه چاته چې د ملت او ملتپالنې شک پرې کېده د فاشیست او د هټلر د زامنو لقب ورکاوه او په دې پلمه یې ځورول او له مخې لري کول. بله خوا یې کټ مټ لکه د اخواني ډلو په څير ځانګړی نصاب جوړ کړ چې هلته په کې د افغان شوروي دوستي ته وفاداري یو اصل ګڼل کېده، د ملي روحيې په ځای کارګري روحیه ورکول کېده او ټولنه یې د طبقاتو مجموعه بلله چې باید دا طبقې ټولې ختمې او په اخري ګام کې ټول د سوسیالیستي نړۍ سره وتړل شي. د هغه وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر په ټلویزون کې ویلي و، چې موږ په د چیلي هېواد د کارګري نظام د چپه کولو او د چيلي زحمتکشانو غچ په افغانستان کې له فیوډالانو او امپریالیستانو او مرتجع ملایانو اخلو. تاسو کولای شئ له همدې یوې خبرې اندازه ولګوی چې دوی د ملي ارمانونو په ځای څومره بین المللي سوسیالیستی ارمانونو ته ژمن ول.
دواړه غاړو کې انټرناسیونالیستي افکار حاکم ول، د جهاد په سنګرونو او تنظیمونو کې د اسلامي خلافت او د هغې د بیا احیا ترانې ویل کېدې او د مسلمانانو ترمنځ د سرحد په نشتوالي ټینګار کېده او ویل کېدل چې ټول اسلامي هېوادونه به له خیره د افغانانو په مټو یو موټی کېږي او دا ملي سرحدونه او هویتونه به په یو لوی اسلامي هویت بدلوي او ملي هویتونه به له منځه وړي. دې بلې ډډې کې هم همدا ترانې غږیدې او د واحد افغان ملت د ویشلو طرحې وړاندې کېدې چې تر ټولو مهمه طرحه په کې دا وه چې د ملیتونو په نامه یې وزارت ورته جوړ کړچې حتا کوچیان یې هم یو جلا ملیت وګاڼه. دوی د شوروي اتحاد نه دا طرحه کاپي کړې وه، ځکه شوروي اتحاد په رښتیا هم له پنځلس ملتونو نه جوړ هېواد و، دلته یې هم د ملیتونو اصطلاح رواج کړه چې تراوسه یې حتا زموږ تعلیمیافته خلک هم په ناپوهیدلي ډول کاروي. د جهادي تنظیمونو تر کنترول لاندې سیمو او کمپونو کې آزاد نشرات او مطبوعات نه ول او هر څه د همدې تنظیمونو له ادرسه خپریدل او هغوی به په کې د خپلې ایډیالوژۍ مطابق مضامین خپرول او دې بلې ډډې کې کمونیستي رژیم هم آزاد نشرات او مطبوعات نه لرل او هر څه به په خورا دقت کتل کېدل چې هسې نه ددوی له ایډیالوژۍ خلاف کوم شی نشر نشي. دواړو ډلو په یو شي کې اتفاق درلود او هغه له ملي هویت، افغان او افغانیت سره دښمني وه، جهادي تنظیمونو به ملي ډلې او شخصیتونه دویم نمبر کمونستان بلل او کمونستانو به بیا دوی فاشستان او د هلټر د زامنو په نامه یادول او ټکول به یې.
نتیجه:
دا شوه چې زموږ یو نه حتا دوه نسله د خپلو ملي ارزښتونو، ملي مقدساتو او تاریخ نه ناخبره رالوی شول او د خپل هویت او شناخت باره کې یې حساسیت کم او خنثا شو. خو په هېواد کې د نوي آزادې سیاسي فضا په رامنځته کېدو سره زموږ هېواد ته ډېرې نوې پدیدې راغلې، چې له هغو سره په فکري لحاظ د چلند په برخه کې زموږ ځوان نسل سره کومه وسله نه وه چې د خپلو ملي ارزښتونو سره سم هغې سره ځان عیار کړي، دغه فکري تشه ددې لامل شوه چې له ډېرو ملي سیمبولونو، ارزښتونو او نورمونو سره سرسري چلند وشي او د هغې عمق او د یو ملت په توګه دهغې راتلونکو منفي اغیزو ته متوجه نشي. دا چې اوس د همدغې آزادې فضا له برکته له یو نیم پرته په اکثره ځوانانو کې هغه که په چپې ډډې کې رالوی شوی او که په ښۍ کې د خپل هویت او ملي ارزښتونو په اړه اګاهي پیدا شوې ده او د خپلو کورنیو ګوندي او ایډیالوژیک تعلقات يې نظر انداز کړي او د خپلو ملي ارزښتونو په برخه کې ورسره حساسیت ایجاد شوی دی، که څه هم ناوخته ده خو ښه خبره ده، که چېرته دغه حساسیتونه په سمه توګه مدیریت شي که د تذکرو مسئله حل کېږي او که نه خو دې کار ټولو ته یو ټکان ورکړ چې د ملي مسايلو په اړه معمولي غفلت څومره ګران تمامېدای شي.

خلیل صاحب وایی چی سوارو پسی به بیا منډی وهو خو لومړۍ باید د همدغه پیاده غم وخوړل شی. تاسو د افغان پر کلمی هیڅ هم ندی ویلی ، تیر تاریخ ته تللی یاست . هغه څه چی تیر شوی دی هغه خو شوی دی اوس یی څنګه کوی؟ هیله ده چی دریځ مو رږښانه کړی