تاند- د اجرايي رييس د دوهم مرستیال محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د حکومت یو پلاوی ایران ته لېږل شوی چې له ایراني چارواکو وغواړي په سره ژمي د لکونو افغانانو د ایستلو پرېکړه بېرته واخلي.

افغان پلاوی نن /شنبه/ تهران ته په درې ورځني سفر ورسېد.

د ملګروملتو په وينا په ايران کې نژدې يو میليون افغان کډوال ثبت او راجستردي چې اکثره يې تر ۲۰۰۱ کال مخکې دغه هېواد ته مهاجر شوي دي.

خو هغه افغانان چې له دوه زره لومړي ميلادي کال وروسته ايران ته کډوال شوي د هستوګنې اجازې ته اړتيا لري.

د ملګروملتو پراساس دغو افغانانو ته ګرانه ده چې په ايران کې د اوسېدو اسناد ترلاسه کړي او رسماً ځانونه ثبت کړي.

د افغانستان د حکومت يوه ويندوي د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې د افغانستان د حکومت پلاوي به د ايران له چارواکو وغواړي چې لږترلږه د يو کال لپاره د يو مليون افغانانو د وېزو موده اوږده کړي.

د ايران نيمه دولتي خبري اژانس تسنيم په يوه راپورکې ويلي و چې د ناراجستر شويو افغانانو وېزې د جون له نيمايي څخه د شپږو مياشتو لپاره تمديد شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس د راپورله مخې په ايران کې شاوخوا اووه لکه ۶۰زره ناراجستر شوي افغانان مېشت دي او د هغوي موقتي وېزې شل ورځې وروسته پای ته رسېږي او دا خطر شته چې ايران يې له خپلې خاورې وباسي.

له ۲۰۰۲څخه تراوسه پورې د ملګروملتو په مرسته نژدې يو مليون افغان کډوال له ايرانه افغانستان ته بېرته تللي دي
د افغانستان د حکومت پلاوي تهران ته له رسېدو سره سم د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیا- پسفیک د چارو له مرستیال ابراهیم رحیمپور سره وکتل.

افغان پلاوي ایراني چارواکو ته په ایران کې د مېشتو افغانانو د وضعیت په اړه د ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله پیغامونه وسپارل.

افغان پلاوی به له ایراني چارواکو وغواړي چې د شاوخوا اووه لکه شپېته زره افغان کډوالو د وېزو مهلت اوږد کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *