تاند- په دې کې خو مخکې هم چا شک نه کاوه چې ایرانیانې تر اندازې زیات سینګار کوي خو دا خبره رسماً نه وه تایید شوې.

د ایران د خوراکي موادو او درملو د ادارې رييس رسول دیناروند وویل چې ایران د سینګار د وسایلو اووم تر ټولو زیات مصرفوونکي هیواد دی او هر کال ایران د یو ملیارد ډالرو په ارزښت د سینګار وسایل واردوي.

ده دا هم وویل چې په ایران کې تر دې هم زیات ارایشي وسایل استعمالېږي خو د یوې برخې وسایلو، چې په قاچاق واردېږي، حساب ور معلوم نه دی.

1ښاغلي دیناروند فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:« د ارایشي وسایلو د شمېر له نظره په نړۍ کې اووم ځای لرو او سره له دې چې اکثره ارایشي وسایل مو د چین ساخت ارزان بیه شیان دي خو بیا هم د کال زر ملیون ډالره پرې ورکوو.»

ده همداراز وویل، ایران د نفوس له نظره په نړۍ کې اوولسم هیواد دی خو د سینګار د وسایلو د استعمال له پلوه اووم هیواد دی.

د سینګار وسایل تر ایران هم په سعودي عربستان کې زیات استعمالېږي. عربستان په نړۍ کې شپږم مقام لري.

ځواب دلته پرېږدئ