د لېندۍ مياشتې په پنځلسمه نېټه د شنبې په غرمه مهال شاوخوا ((١٢:٤٠)) بجو دخوست ښار د فيض محمدخان واټ ته څېرمه د يوې بمي چاودنې په پايله کې د ملي پوليسو يو سرتېرى شهيد او درې نور برسېرن ټپيان شول .

ياده بمي چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملي پوليسو رېنجر موټر له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

د پېښې په تړاو تر دې دمه څوک ندي نيول شوي، خو د عاملينو دتثبيت او نيولو په موخه امنيتي او کشفي ارګانونه جدي پلټنې کوي،ترڅو پدې غيراسلامي او غيرانساني پېښه کې داخل کسان تثبيت او د سختې سزا په موخه د قانون منګولو ته وسپارل شي .

خوست ولايت مقام دا ډول وحشيانه او غيراسلامي بريدونه په سختو ټکو سره غندي او خبردارى ورکوي، چې هېڅوک به د افغان مسلمان ولس د خپلې غوره راتلونکي لپاره انتخاب کړي اسلامي او ملي لاره پدې ډول چاودنو او ترورېستي کړنو سره بدله نه کړي .

همداراز دخوست ولايتي اداره ددې ولايت په شريف ولس هم غږ کوي، چې د هر ډول ترورېستي پېښو په وړاندې د خپلو حکومتي ځواکونو سره د تېر په څېر بشپړ همکار واوسي او هېچاته ددې اجازه ورنه کړي، چې د سولې،ثبات او نېکمرغۍ دښمن دې خپل ناوړه پلانونه زموږ په خاوره کې تطبيق کړي .

په پاى کې د ملي پوليسو شهيد شوي سرتېري ته د لوى پروردګار ج له ستر دربار څخه د فردوس جنت،ټپيانو د بېړنۍ روغتيا او کورنيو ته يې دجميل صبر غوښتنه کوو.

په درنښت

دخوست ولايت مقام مطبوعاتي دفتر لخوا

١٥-٩-١٣٩٣ شنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *