د ټکسي چلوونکي چې بریک ته پښه وروړه ټکان مې وخوړ. موټروان اوف وکړ. ما ورته وویل:

– دې مخکني موټر باید ورو ورو سرعت کم کړی وای

موټروان په هنداره کې وکتل، د لاس ګوتې یې سره یو ځای کړې او راته ویې ویل:

– دغه د شاته موټروال ګوتې راته دغسې غونډوي راغونډوي نه ګوري چې زما مخې ته بل موټر بریک وهلی

– خدای خبر لا یې د څه لپاره اشاره درته کوله

موټروان په اړخ راته وکتل، د تندي ګونځې یې سره وروستې:

– زه هم تر (دیویسکا) پورې لاره نه ورکوم دی خو دې تر ما مخکې شي

ما غږ ونه کړ. موټروان یو ځل موټر ښي اړخ ته کوږ کړ بل ځل یې کیڼ اړخ ته بیا د سړک په منځ کې روان شو. وړاندې چې لارې غبرګې شوې اشاره سره شوه. شاتنی موټر مو اړخ ته ودرید، اینه یې ښکته کړه او ویې ویل:

– اې بریک چې وهې…

د ټکسي چلوونکي یې خبره ورغوڅه کړه:

– مخکې مې بل موټر و الوتی خو نه شوای

هغه بل سړي ورته وویل:

– شاته دې د بریک اشارې خرابې شوې دي…

چې دا خبره یې وکړه بل څه یې هم وویل خو اشاره زرغونه شوه او موټران سره تیروبیر شول.

د ټکسي چلوونکي سګریت ولګاوه یو دوه دوده یې کش کړل بیا یې ماته وویل:

– وبښه له تا مې پوښتنه ونه کړه چې سګریټ ولګولم که نه

سړي د دروازو ایینې راښکته کړې چې لوګی ووځي. سړه هوا ټکسي ته راننوته.

One thought on “اشاره / اجمل پسرلی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *