۱۳۹۳/۹/۱۰

ژوند ادبي بهير پرلپسې ۹۴ يمه غونډه د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو د ودانۍ په تالار کې د عبدالله حنفي په تلاوت پيل کړه. د غونډې وياند جمال ثاقب و،چې لومړی يې عزيزي ته د تېرې اوونۍ د راپور د اورولو په مورد بلنه ورکړه. د راپور له اورولو نه وروسته وحيد الله الهام وويل که د راپور طرز بدل شي ډېر ښه به وي او که ليډ ورته له نيمايي نه وضع شي څه نيمګړتيا به ونه لري؛خو ثاقب ته د غونډيز راپور د چوکاټ په نظر کې نيولو سره د ادبي غونډې له نيمايي د راپور پيل ناسم ښکارېده. د عبدالحليم ګيله د هغو شاعرانو د نومونو په نه يادېدو را څرخېده کومو چې په ياده غونډه کې يې يحيی خېلي شهيدانو ته شعرونه ډالۍ کړي و.

د مشواڼي د خبرو پيل د کره کتنيزې اصطلاح په ناسم استعمال را څرګند شو، هغه وويل دا اصطلاح هغه وخت په جمله کې استعمالولی شو،په کومه کې چې د اضافت توری (د) نه وي راغلی. همدا راز د محمد صديق روان نغوتې په هغه دوو جملو چاپه ووهله،په کومو کې چې د دوو تنو يو نظر په جلا-جلا ډول خپور شوی و.

د غونډې دويمه برخه ځانګړې موضوع وحيدالله الهام چمتو کړې وه، چې پر فکري انحراف را چورلېده.

د ناستې په درېيمه برخه کې ادبي درس د خالد افغان له خوا واورول شو، چې عنوان يې (په پښتو کې د کره کتنې ارزښت) و. عزيزي يادونه وکړه،چې په ادبي درس بايد د نظرونو تبادله وشي . مشواڼي د کره کتنې فلسفي او څېړنيزو مکتبونو ته په اشاره سر بېره کره کتنې ته اړتيا ځکه مهمه وبله،چې کره کتنه د پنځونو ښېګڼې او بد ګڼې په ګوته کوي؛ خو سباوون مشال د ليکنې ښکلا په کره کتنې پورې نه مربوطوله. عبدالحليم هر ليکوال په ليکنه کې مثبتې خوا ته مايل ؛خو په کره کتنه کې د تعادل مسؤل وباله. عزيزي ته په پښتو کې د کره کتنې پیل له پخوا ښکارېده. ده د دې خبرې د تاييد لپاره د خوشحال دا بيت هم تکرار کړ: (چې ميرزا په دا بيان کې ويل کړي دي تللي). نوموړي کره کتنه د برداشت شوي شي په اړه د نظر څرګندولو ته منسوبوله؛خو الهام وويل چې کره کتنه د ليکنې د ښو او بد تول کوي. ده همدا راز د کره کتنې اغېزه پر ليکوال نه بلکې پر ليکنې وښوده. عزيزي د نقاد او لارښود فرق د زمانې سره په ارتباط وښود. هغه وويل چې ليکنه تر کره کتنې وړاندې په ماضي کې وي؛مګر کره کتنه په مستقبل کې سر ته رسيږي. بل خوا بهادر وقار ادعا کوله،چې انسانانو ته د کره کتنې هنر له پخوانه ورپاتې دی، ده امرء القيس او نابغة الذبياني شاعرۍ ته په اشاره د هغه وخت کره کتنه د اوس په نسبت د اصولو او قواعدو له فيض څخه بې برخې تاييد کړه. عزيزي ته د شفاهي کره کتنې ګټه د تحريري په نسبت کمه ښکارېده؛ځکه نوموړي ته د راتلونکې اوونۍ د تحريري کره کتنې وظيفه ور په غاړه شوه. د الهام نظر دا و، چې ښه به د خپلو ملګرو پر پنځونو باندې کره کتنه وشي. ده وويل چې موږ که د رحمان بابا پر شعر کره کتنه کوو؛نو بايد مخکې له مخکې د هغه وخت له ژبې سره پوره بلدتيا ولرو.

پر ادبي درس باندې د پراخې مباحثې نه وروسته خالد افغان ته بلنه ورکړل شوه،چې له ملګرو سره خپل نظر شريک کاندي. افغان خپل نظر له ملګرو سره په دې خبره شريک کړ چې د کره کتونکو له خوا بايد ليکوال ته خپله نيمګړتيا ور په ګوته شي او بس.

غونډه په وروستۍ برخه کې د ښکلې مشاعرې شاهده وه،چې په لسګونو شاعرانو پکې ګډون درلود،ياده غونډه د مازديګر له لمانځه وروسته د روان له خوا د دغه شعر په اورولو –جانانه په سجدو درته راغلی يمه ځم   —– څو ورځې دې په غېږ کې اوسېدلی یمه ځم – پای ته ورسېده.

د راتلونکې اوونۍ لپاره نقيب عزيزي د ليکنۍ کره کتنې د راوړلو ژمنه وکړه او په څنګ کې شهنواز نوري هم د ځانګړې موضوع د راوړلو لپاره خپله سينه ډبوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *