تاند- په بلخ ولایت کې پر یوه واده د لاسي بم په حمله کې لږتږه ۴ تنه ملکیان وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

د بلخ د امنیې قومندانۍ چارواکو رسنیو ته وویل چې دا برید طالبانو په چمتال ولسوالۍ کې په داسي حال کې وکړ چې خلک د واده خوشالۍ ته راټول شوي ول.

طالبانو د دې برید په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي. د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې، چې ډېری اوسېدونکي یې په خټه پښتانه دي، په وروستیو کې د طالبانو له لوري له رامنځته شوې ناامنۍ د خلکو شکایتونه زیات شوي وو.

له بلې خوا په کندهار کې بهرنیو پوځیانو پرون مازدیګر دوه تنه موټرسایکل سپاره هغه مهال وویشتل چې د دوی په لور ورروان ول او د درېدو د امر پروا یې ونه کړه.

دا پېښه په دامان ولسوالۍ کې وشوه.

د کندهار چارواکي وايي چې د دې پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي. په کندهار کې مېشتو بهرنیو پوځیانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *