اېلین پېلین ۱۸۷۷- ۱۹۴۷/
له بلغاریايي نه پښتو ته ژباړه: عثمان رسولي
د بحیرې په ساحل کې ولاړ وم او د څپو ننداره مې کوله. په داسې حال کې چې د مستو پېغلو په څېر یې په بې پایه بحیره کې ټوپونه وهل ، د مستې نه ډکې او د آزادې سندرې یې ویلې، ترې ومې پوښتل:
– ګرانو او ښایسته څپو، لږه دمه وکړئ! دا تل تر تله مستي څه ده چې تاسو یې کوی؟
څپو له ساحل سره خپل ځان وجنګاوه، راته ویې خندل او ځواب یې راکړ:
ـ اخر تاسو شاعران له مونږه څه غواړی چې مدام همدا پوښتنې کوی چې ولې پورته پورته آلوزو، ولې له ساحلونو سره ځانونه وهو او په شور مشور کې د لیونیانو په څېر دومره مستي کوو؟ مونږ آزادې او له خوشحالۍ نه ډکې څپې یو. زمونږ پر اوږو د هیڅ کوم قانون پېټی ندی بار. د بحیرې لاندې مو مور ده او مینه مو مرام دی. ځکه خو له مستۍ نه د ساحل پرخو ته غېـږ ورکوو، ساحلونه ښکولوو او همدا ډول مستې او خوشحاله مرو هم.
زمونږ پر اوږو د هیڅ کوم قانون پېټی نشته.
ژوندې دې وي آزادي!
څپې ورو ورو کښته او پورته کېدلې ، په بې پایه بحیره کې د مستو پېغلو په شان ګډیدلې، آلوتلې او د مستۍ او آزادۍ سندرې یې ویلې.