د ماشوم په تورو لوګیو وهلو لاسونو کې ټیمۍ کوتۍ وه، سپیلني یې دود کول. ترې ومې پوښتل: ولې دا کار کوې؟ له چا دې زده کړی؟
هغه غلی شو، لکه ماضي ته چې ستون شوی وي، لکه هلته چې پوښتنې ته ځواب لټوي، وروسته یې ویل: کاکا! زه د پلار یو زوی وم، هره ورځ یې راته کور کې سپیلني لوګي کول، اوس مې پلار نشته… اوس زه، خپله…