پاسنی عکس په جرمني کې د جوړ شوی موټر دی

تاسو به د لوړو قیمتونو بیلا بیل ډوله موټرونه لیدلي وي خو د واده داسې موټربه مونه وي لیدلی چې هم کوټه او هم موټردی.

جالبه داده چې په افغانستان کې یوځوان دخپل فکري ځواک په کاراچولو سره داسې نوښت کړی چې هیواد یې دجرمنې په شان هیوادسره پخپل دی کارسره سیال کړي .

دا په زړه پورې موټرپه جلال اباد ښارکې یوځوان طارق ساپي جوړکړی دی ،هغه وایې له هغې وروسته یې ددې موټرجوړولو فکر وکړچې په جرمني یې دخاله ځوی دموټرو پریوې مشهورې کمپنۍ داډول موټر جوړ کړ.

1ښاغلی طارق وایې له هغه سره کورکې یو پخوانی دشپږو دروازو «بیز» موټروواو پرډیرو مستریانو ترګرځیدو وروسته یې خوب په ریښتیا بدل شو .

هغه وایې په کابل او ننګرهار کې یې څومستریانو سره خبره شریکه کړه خو په خبره یې چاهم ورته دجوړلو ډاډورنکړ .

طارق ساپی وایې بالاخره په جلال ابادکې دامان الله په نوم ورسره دموټرجوړول ومنل په دې شرط چې که جوړ نشو تاوان یې پخپل ځان دی .

« جلال ابادښارکې امان الله په نوم یومستري راسره موافقه وکړه چې زه دې موټرجوړوم هماغه وو چې موټرمې جوړولو ته وروسپاره »

1دا د طارق ساپي پخواني « بینز » موټردی چې لومړنی کارپرې پیل شو .

طارق ساپی وایې په جلال اباد کې چې لکه دجرمنې په شان عصري وسایل او تخنیکي چارې نشته نو دده دموټر ټول کار په لاس شوی .

«په ډیرسختۍ دموټرکارپیل او پرمخ وړل کیده ماشینونه خو څه چې مستري سره حتې داسې یوه قیچي نه وه چې دموټر چټ پری پري کړي »

هغه وایې پرموټریې څلورنیمې میاشتې کاروشوچې په خبره یې دوه نیمې میاشتې کارپکې مستري وکړ او یوه میاشت او لس ورځې یې رنګمالي نیولي دي.

1هغه داهم وویل چې دموټر سیټ جوړونې او چټ برخه کې کارډیرستونزمن وو خوزیاتوي چې مستریانو ته یې دډیرو پیسو په منلو کاربریالی شو .

هو دوستانو !

د طارق ساپي په هڅو او نوښت د واده موټراوس ډیر ښکلی جوړ دی که په جرمني کې دجوړشوي موټرنه ښه نه وي نو ترې کم هم نه دی .

طارق ساپی وایې د شپږو دروازو « بینز » موټریې په شپږ زره ډالره اخیستی وه او په نوي بڼه جوړیدو سره یې نږدې لس زره ډالره ورته تمام شوی دی .

1وایې تصمیم دبري شرط دی طارق ساپی وایې کله یې چې ددې موټرجوړولو فکر له نورو سره شریک کړ، نو ډیرو خو پرې ملنډي هم وهلي چې داکارناممکن دی .

« ماچې داموټرجوړلو ډیرو به راته ویل ته لیونی شوی یې او یابه یې ویل تاسره پیسې ډیرشوي چې اوس سم جوړ موټردې خرابوې »

هغه وایې داموټریې دې لپاره ډیزاین کړچې خپله به په شوق پکې چکر ووهي خو وایې اوس یې د واده موټرنوم پرې کیښود ترڅو هغه ځوانان چې په واده کې دناوې انتقال لپاره موټرنه لري نورو ته احتیاج نشي .

ریښتیا که د ناوې انتقال لپاره مو تاسو ډول ،ډول قیمتي موټرلیدلي وي چې پرګلانو یې خلک لانور ښایسته کوي .

خو دا موټرډیرسینګار ته اړتیا نه لري هغه دډیزاین له مخې ډیرښکلی دی دننه د یوې کوټې په شان راحت میز او چوکۍ ان یو ټلیویزیون هم نصب شوی دی .

د دې موټر څښتن طارق ساپی وایې کله چې په موټرکې جلال اباد ښار ته ووځي نو ګوري دسړکونو غاړو ته ولاړ خلک پخپلو مبایلونوکې دهغه دموټر عسکونه اخلي او یایې ماښام مهال درنګه ګروپونو له رڼا ویډیو اخلي .

اوس دې نو هغه کورنۍ او ځوانان چې واده کې د ناوې انتقال لپاره موټر نه لري اندیښنه نه کوي ځکه طارق ساپی وایې همدې اړتیا ته په کتو یې خپل موټر ځانګړی کړی ترڅو ځوانان په راحت سره ددې ښکلي موټر پرمټ واده کې دناوې د انتقال مراسم ترسره کړي .

One thought on “د واده بې جوړې موټر/ توریالي همت”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *