نن نهم د ډیسمبر د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. پرون په کابل کې هم د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ و نمانځل شوه .نه پوهیږم چې دا نمانځنه د هغه څلورم مقام په بدل کې وه چې افغانستان د فساد له برکته وګټه او دفساد پر وړاندې د مبازې کولو لپاره یو شمېر دوستانو خپل تصویر د رسنیو پر مخ ښکاره کړ.
پرون ډیرو هلته هم دا چیغې وهلي ، په فساد کې هغه څوک لاس لري چې تر ډیره د فساد د ورکولو نارې وهي او دا هغه حقیقت دی چې په تېرو کلونو کې یې ډیره ښه تجربه افغانانو لرلې ده .
زموږ ټولنه خدای ډیره عجییه پیدا کړیده، په دې ټولنه کې پر شتو وګړو هغه څوک حکمراني کوي، چې د همدوۍ په لاس تر واک رسیدلي او وروسته پسې بیا همدوی خوله پرانستې او په سپکو یې سپک کړی، خو لږ وروسته هماغه لالا بیا دوی تر واک رسولی او ښه د مزو وخت یې ورته په لاس ورکړیدی. ډیر مې داسې هم لیدلي چې د خدای په نوم یې قسم کړی چې دا ځل به نه غولیږي، خو خدای خبر واکدار سره هغه کیدړ سنګۍ وي که څنګه، چې وخت راشي د ټولو خوله ورته پیخه تښتیدلې وي.
په دې ټول سره پوهیږو چې په هېواد کې د فساد د ختمولو لپاره د سیاسي ارادې نشتون او د ولس سکوت د فساد د عامېدو سبب شوی دی، خو په دې مو هیڅکله هم سر نه دی خلاص کړی چې ولې موږ سکوت اختیار کړی؟ ولې دهغه ظالم په مقابل کې غلي پاتي شوي یو، چې زموږ له نومه یې ګټه پورته کړي او بیا یې دې ناخوالو ته لاره هواره کړېده؟ ولې مو په خپل وخت د خپل حق څخه کلکه دفاع نه ده کړې؟ او ولې مو هر څه ته د اوښ د شا وړیو فکر کړی دی؟
موږ ټول پر اسلام د سر قربانولو چیغې ډیرې ژر وهو، خو د اسلام له اړخه مو بیا هغه څه ته شاه کړې چې ټولنیز بدلون رامنځته کوي. د قران مبارک ایتونه هم ګواه دي(( الله ج دهغه قوم حال نه بدلوي، کوم چې د خپل ځان دبدلولو هڅه نه کوي)).
پس د قران له مبارک ایته مو هم انحراف کړی او دخدای نافرمانه پاته شوي یو. ځکه نو راباندې هر هغه جابر چې زموږ له خوا شته شوی لوبې پیل کړي او لکه د لاټو مو هر ته یې چې خوښه شي چورلوي.
زموږ ټولې هیلې او امیدونه یواځې په حکومت پورې تړلي وي، هغه حکومت چې له خپل ملت سره یې د قاضي او مجرم لوبه کړې، خو هیڅکله مو هم له همدې حکومت چې زما او ستا پرمټ جوړ شوی حساب ونه غوښت او نه مو هم هغه ظالم ته د ټول ملت له خوا په خوله کلکه سپیړه ورکړه چې دا نخرې یې پرموږ پیل کړیدي.
زموږ هر کار شعاریزه بڼه لري، دباندې راوځو چیغې وهو چې دا داسې او هغه داسې، دا دې مجازات شي او قانون دې پلی شي، خو دعملي کېدو لپاره یې نه موږ تلپاتې مبارزه وکړه او نه مو هم دټول ملت لېدل شوی خوب رېښتیا کړ.
خبرې مې اوږدیږي خو لنډه یې وایم، تر هغه چې زموږ دا درونند خوب پای ته ونه رسیږي، تر هغه چې د غفلت له بړستنې سرونه دباندې ونه باسو، تر هغه چې دخپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره نمایشي نه، بلکې تلپاتې مبارزه ونکړو، ترهغه چې د هر ظالم او مفسد په خوله د ملي یووالي کلکه څپیړه ورنکړو او تر هغه چې د شخصیتونو په درک کې خپله ستونزه حل نه کړو، نه به فساد له منځه ولاړ شي او به موږ هم د څو خرڅ شویو واکدارانو له منګلو خلاصون ومومو.