اورنګ مختار –

د پلازمېنې کابل د نورو غصب شوو سيمو ترڅنګ د کمپنۍ د پله شاوخوا ډېرې سيمې هم د غاصبينو او زور واکانو له خوا په دې وروستيو کې غصب شوې دي، چې له کبله يې د نورو ستونزو ترڅنګ په ١٣٨١ کال کې د کمپنۍ پل ونړيد ،دغه پل په ١٣٨٤ کال کې له ٣ کلونو وروسته په ډېر لوړ لګښت ورغول شو، خو اوس د دې پله لاندې شمال او سهيل ته غزيدلى سيند د هرې ورځې په تېرېدا د ميشتو ځايي خلکو او زورواکو له خواغصبيږي چې ياد پل يې د سيند د کاسې د ډکېدا له امله د نړېدلو له ګواښ سره مخ کړى دى.

دغه پل چې د کمپنۍ د مال منډوي يا نخاس پر سر د کابل کندهار پر لويه لاره د ٤٠٠ مترو په شاوخوا اوږدوالي غزيدلى د هېواد سهيلي، لويديځ اومرکزي ولايتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي، اوس د دې پل لاندې شمال خواته پراته کورونه هره ورځ په لسګونه لوى او واړه موټر خاورې او تيږې د خپلو کورونو د پراختيا په موخه د پل لاندې د سيند په دواړو غاړو اچوي او د ورځې په تېرېدو سره د سيند ساحه تنګيږي چې که مخه يې ونه نيول شي، د سيند د کاسې د ډکېدا له کبله به د پسرلي پر باراني موسم کې پل ونړيږي او د مليونونو خلکو په ژوند کې به د کابل کندهار د لارې په بنديدا سره ستونزې را ولاړې کړي، جالبه دا چې د پل شمال ته ښي لاسته د پوليسو يوه پوسته هم پرته ده، د دې پوستې شاته په سلګونه متره د سيندغاړه په رڼا ورځ غصب شوې اود غصب په حال کې ده ، خو د کمپنۍ د پله دپو ليسوپوستې يې مخنيوى نه دى کړى ، د سيمې اړوند ځايي خلک وايي چې پوليس هم په دې غصب کې لاس لري ، ځکه په رڼا ورځ د سيند په غاړه د خاورو او تيږو ډک موټرونه د سيند په غاړه خالي کيږي وروسته د تراکتورونو او سکواټورونو په ذريعه هواريږي . ياده سيمې که څه هم د پلازمينې اړوند سيمه ده او د ارګ په لس کيلومترۍ کې موقعيت لري، خو د مرکزي ادارې له پامه وتلې سيمه ښکاري، کابل ښاروالي او فوايدعامې وزارت د ناغيړۍ له امله فکر کيږي چې ياده سيمه هيڅ څښتن نلري، همدې ستونزې ته په کتو سره په دې اړه د ميدان وردګ ولايت چارواکود لړم د مياشتې په PDC غونډه کې د موضوع په اړه بحث وکړ ، په دې اړه که څه هم چې د ميدان وردګ ولايت د چاپېريال ساتنې رياست لخوا د کابل ښاروالي، فواېد عامې او د چاپېريال ساتنې مرکزي ادارې ته رسمي مکتوبونه هم لېږل شوي او ستونزه يې ورسره شريکه کړې، خو تر اوسه د غاصبينو د مخنيوي لپاره مرکزي ادارې هيڅ نه دي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *