اکسفورډ ۸-۱۱-۱۴

څه اړنگ بړنگ نشته چې په کړنيزه (عملي) ژبپوهنه، هغه هم د فرانسي د ختيزو ژبو په لړ کې فرانسي شاگردانو ته اوږد مهالې پښتو ښوونې دومره متره درپه برخه کړې چې کله ناکله پکې په زړه پورې ليکنې وکړې.

په(( تاند)) ووبپاڼه کې دې د مشر منلي استاد تر څنگ اوسنۍ ليکنه ماته پلمه شوه چې کال دوه روسته درسره يوځل بيا خواله وکړم.

بيان ژبپوهنه (inonciation linguistics)،علم المعانی، بديع و بيان(rhetorics) او داسې نورو دوديزو ادبي- هنري سکالووو د پسرغښتې (post-struc- tural) ژبپوهنې او بيا ماناپوهنې (semantics) او هممهاله کارونپوهنې (pragmatics) تر چتر لاندې له خورا ارتو بيرتو او نويو آرونو مېتودونو سره ټيکاو موندلی دی.

په رغښتواله (structuralism) کې چې له اروپا نه امريکا ته له لېږدا سره د ادوارد سپير او بلومفيلد او راروسته د دغو دواړو پليونيانو د ښندې (افراط) تر بريده ورسوله ډېر زور پر جوله او گرامري چار (نقش) اچاوه او د پسرغښتي ژبپوهنې بنسټوال چومسکي په وينا د ژبې آره و بنسټيزه موخه ((مانا)) يې گړ سره له ياده کښلې وه.

دغه فېلسوف او رياضي پوه ژبپوهاند مانا د ژبنيو توکو او گرامري چار ترڅنگ د غږېدونکي او اور ېدونکي درک يا شهود (intuition) ته هم ډېر ارزښت ورکړ. د بېلگې په توگه که زه له کوره دوتو پرمهال د وسمهال پرځای تېرمهال کړ(فعل) وکاروم: ((ولاړم)) ،کور والا پوره پوهېږي چې زما موخه (ځم) ده ؛

همداسې که اخترته دوه درې اوونۍ پاتې هم وي، وايم ((دا دی اختر دی او زه لا…))

موخه دا چې زه دلته گرامري چار سم نه کاروم، خو اورېدونکی هم ترې د استدلال او قرينې په مټ ورته مانا اخلي.

داهم څه نادوده نه ده چې کتابپلورنځي ته ورشې او ورته ووايې: ((خوشال خان را کړه)) او هغه هم درته ((د خوشال خان دېوان)) درکړي!

په گړنو څرگندنو يا اصطلاحاتو او محاورو (ايډ يمونو او اېکسپرېشنونو) کې بيا د ويي (کلمې) يا غونډلې مانا اوړي، لکه چاته د خبرو اترو په بهير کې ووايې: ((ودرېږه) مانا داچې وار راکړه زه هم څه ووايم!

په ادب پوهنه او په تېره شعري ارزونه کې بيا ولو ليز(عاطفي) او هنري اړخ زيات پاموړ دی، لکه په دې شعر کې:

د لاسونو وچ ډاگونه مې

          خړوب ستا دوېښتانو په باران شول

او د ژوند زمولې شېبې مې

          ستا د مخ په بڼ کې تاندې… (گلولې۱۱۸)

دغلته د لوستونکي يا اورېدونکي پام لومړی (وچو ډاگونو، باران او بڼ) ته وراوړي، خو که له ٍشعري انځورونو اوسېمبولونو سره بلد وی، له يوې لنډې لارغې (مکث) سره پوهېږي چې د شاعر موخه (لاسونه، وېښتان ، مخ.) ستايل او انځورل دي!

اوس به راشم چې تا د نوښتگر شاعر (بدر) په شعرکې: راز رازکارولې غونډلې ( زه افغان يم)،

(افغان زما هويت دی) … سره هممانيزې نه دي بللي او هغه هم د بېلابېل گرامري اوډون (ترتيب) په لا سوند، او هممهاله د رغښتي پښويې او ماناپوهنې تر اغېز لاندې. په نورو ټوکو، د (دال)- مدلول تر منځ دې پرهماغه يو يوازېني دننني -ذهني (دلالت) بسنه کړې او د بهرني واقعيت پر (دلالت) نه!

دغه شاعر يا ويناوال. نن سبا په خپل هېواد کې هغو ننگونو پسې اخېستی او راپارولی دی چې د ((افغان)) پر وړاندې يې نگېرلي(محسوس) کړي دي. دی غواړي هماغه يوه خبره بيا بيا راغبره کړي او دېته يې هېڅ پام نه دی چې غږيز سېمبولونه څنگه واړوي راواړوي يا مبتدأ- خبر سره مخکې روسته کړي، خو په ټوله رښتينولۍ غواړي، ښايسته گڼ مينه وال په خپلو ولولو او هيجانونو کې راگډ کا ندې.

تاته د يوه څانگوال ادبپوه او د کړنيزې ژبپوهنې

د يوه مخينه وال او لېوال په توگه پته ده چې په دوديزو ((ادبي فنونو)) په نومونه هغه ته (ضعف التاليف) ويل کېږي چې بې له وزني او قافيې اړينتيا د يوه بيت دننه گرامري اوډون ويجاړ شي، خو کله ناکله او بيا اوسني شاعران د خپلې عا طفي- هنري راکښون لپاره دغه ويار(عيب) په لوی لاس رامنځته کوي، ان ستر غزلبول حمزه ترې هم ډډه نه ده کړې، لکه:

… نوم د تگ پر خوله وانخلې باران راغی

: .. زړه زمادې مسلمان وي، تفکر مې د پښتون کړه

او داسې نور.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *