تاند- په بریتانیا کې یو شمېر میندو د لندن د یوه لوکس هوټل د مېلمه پالې د خبرې په اعتراض کې خپلو ماشومانو ته د خلکو په مخکې شیدې ورکړې.
د هوټل مېلمه پالې له یوې ښځې غوښتي ول چې په عام محضر کې خپل ماشوم ته شیدې ورنه کړي. د مېلمه پالې دا غوښتنه، عادي غوښتنه نه وه، ځیني ښځې یې وپارولې چې نوزېږي ماشومان لري.
د هوټل مېلمه پالې هغې ښځې ته چې ورڅخه غوښتنه یې کړې وه چې د خلکو په مخکې ماشوم ته شیدې ورنه کړي، یو لوی دسمال ورکړی و خو هغې نه و منلی.
د بریتانیا له هغه قانون سره سم چې په ۲۰۱۰ میلادي کال تصویب شوی دی له شیدو ورکوونکو ښځو سره هر راز تبعیض غیرقانوني دی.
وروسته له دې چې ۱۵ میندو د هوټل مخته د احتجاج په توګه ماشومانو ته شیدې ورکړې، په بریتانیا کې په دې باب بحثونه پیل شول چې ایا دا ښه کار دی او که بد چې میندې د خلکو په وړاندې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي.