مونږ ملي ګټې، د ملي هويت ساتل، په خپلو کې تفاهم او مشوره د ژوند اساس ګرځولی و. مشرتوب عادي خبره نه وه!

مشر ځانګري خصوصيات درلودل. داسي نه وه چې مشري د خانانو او پانګوالو په لاس کې وه. دا دستور ډېر وروسته د يوې بريالی استخباراتي توطيې له امله زمونږ فرهنک ته لار ومونده.

د مشر ټاکل او چاته د مشری سپارل د کوم ځانګړې قوم او ټبر برخه نه وه. د هېواد ټولو وروڼو قومونو مشرتوب کړی او نورو ټولو قومونو يې په ميړانه ملا تړ کړی. د بېسوادی او جهالت له امله د قومونو ترمنځ ډېرې جګړې شويدې خو د مشرانو د هڅو په پايله کې ډېر ژر جګړې په دوستۍ بدلې شوې. مشرانو په هغه معامله او ستونزه کې چې دوی پکې ناتوانه شوې؛ خپله دنده يې په عزت پرېښودلې او له قوم او خلکو يې بښنه غوښتې ده. د قومونو ترمنځ دا جګړې اکثره د ډېرو کوچنيو ستونزو له امله رامنځته شوې، خو د سپين ږيرو لخوا په دومره مهارت حل شوې چې ساری يې اوس هم نشو موندلی!

مشري د سن او عمر په لحاظ هم نه وه. مونږ په خپل زرين تاريخ کې ډېر ځوانان لرو چې د يوه ځانکړې قوم نه؛ بلکې د هېواد مشرتوب يې په ډېره زيرکتيا ترسره کړی. د مشری او رهبرۍ د له منځه وړلو لپاره لومړۍ کار دا ترسره شو.چې مشرتوب له اهل سړيو، تجارو او پانګه والو ته وليږديد؛ چې دا کار د يوه اوږدمهاله خو بدبختانه بريالي بهرني استخباراتي پلان برخه وه. چې په ډېرې چټکۍ په هېواد کې د ساري ناروغۍ په شان خوره شوه.

او په ټولو قومونو کې د د ستار سړی هغه څوک وبلل شو. چې ډېره ځمکه سرمايه او جايداد يې درلود.

دا ديوې پخې بريالی سټراتيژۍ برخه وه. چې تر ننه مونږ د دستار سړی پيدا نه کړ. افغانستان په نړۍ کې د امريکا مثال درلود، چې يو ځل کشف شو؛ نو ډېرو زورورو دلته زورونه وازمويل؛ خو چې زور يې اوبه شو؛ نو د ژورې پلټنې وروسته يې مونږ د فرهنکي پرغل لاندې ونيوو. فرهنکي يرغل د سړې جګړې په شان دی؛ چې پکې وسله او مخامخ زور نه ازمويل کېږي. بلکې ټول کار د ولس په ‌ذهن او فکر کېږي زمونږ په هېواد کې د رهبری ختمول د کلتوري يرغلونو يوه ژوندۍ نسخه ده. ځکه کله چې مشرتوب له اصلي سړي تاجر او پانګه وال ته انتقال شو. نو تجار او سوداګر سره د قوم وطن

خلکو، دين او کلتور غم نه وو. هغه د سرمايې، ځمکې، غلامانو او شريکانو په غم کې وو. همدا لامل و، چې زمونږ په فکر او ‌ذهن پراخې پانګونې ته زمېنه مساعده شوه. او مونږ د ترقۍ او پرمختک له روان بهير وروسته پاتې شو.دوهمه ستونزه چې له همدې حالته مونږ ته په ميراث پاتې شوه؛ هغه دا وه، چې هر چا د پيسو د پيدا کولو لپاره هڅې پيل کړې. ددې لپاره چې مشرتوب ترلاسه کړې. پدې هڅه او کوشش کې ډېر کسان د بهرنيو استخباراتو په لومو کې بند شول او دا کار وياړ او افتخار وبلل شو.

د پرديو ايديالوژيو، فرهنګونو، دودول عادي شول او بالاخره دا هېواد د نړۍ په يوه بد مرغه ټاپو بدل شو. د خلکو ترمنځ عادي ژوند بې له تشبي د ځنګله د ځناورو ژوند ته ورته شو! هر څوک ځانته شول، د اجتماعي ژوند څرک لګول د مرغی پۍ شولې. چې پيدا کول يې د افسانوي دېوانو کار شو. پدې هېواد کې لږ غوندې ويښو خلکو دا هڅه وکړه؛ چې دا حالت بدل کړې؛ د ځينو پټو سوداکرو شاته ودرېدل چې ګوندې ددوی په وجود کې دا هېواد وژغورې خو هغه د چا خبره د باران څخه ناوې ( تېرۍ ) ته ودرېدل چې هم يې سر بايلود او هم يې هېوا‌د بچ نه کړی شو اوس هم چې څوک د مشرتوب دعوه کوې ولس پوهېږي خو حوصله نه لري چې نور د چا په وړاندې ودريږي.د مجبوريته يې شاته ودريږي نور تول پوهيزي چي غوا توره شيدي يي سپيني دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *