تاریخ: ۱۸ قوس ۱۳۹۳
کابل افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل کار په دفتر کي د سهیلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو د سولي انسټیټوټ له مرستیال ډاکټر انډریو ویلډر سره وکتل.
ښاغلي انډیو ویلډر اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدلو له خاطره مبارکي وویل او دغه حکومت یې یو قوي جوړښت یاد کړی.
نوموړي زیاته کړه، چي د ملي یووالي حکومت له پیله تر اوسه دغه حکومت له نړیوالو سره د اړیکو رغولو په برخه کي خورا قوي ګامونه پورته کړي، چي د ستایني وړ دي.
هغه وړاندي وویل، چي په افغانستان کي د دایمي سولي د راتګ لپاره یې د هیواد او سولي انسټیټوټ ټولي هیلي د نوي حکومت په جوړښت پوري تړلي وې او هیله من دي، چي دغه جوړښت به د سولي د راتګ لپاره اساسي رول ولوبوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سولي په برخه کي د امریکا له دغه مقام سره په خبرو کي وویل، چي د ملي یووالي حکومت په قوي روحیه او عالي افکارو سره د سولي خواته قدمونه ږدي او د اوږدمهال لپاره ډېر خوشحالوونکي خبرونه سته.
نوموړي زیاته کړه، چي له نوي حکومت سره د نړیوالو مرسته، د همسایه ګانو ګډ کار او همکاري به د سولي په پروسه کي نوره مرسته وکړي او د ولسونو دغه هیله به پوره سي.
اجرائیه رئیس همداراز وویل، چي سوله د افغانانو اساسي حق او غوښتنه ده او نوی دولت ژمن دی، چي په دې برخه کي له ټولو امکاناتو په ګټه اخستلو سره دا ارمان ته تحقق ورکړي.
هغه د افغان ځواکونو د هغو فعالیتونو ستاینه هم وکړه، چي په نتیجه کي یې د وسلوالو مخالفینو د ګڼ شمېر حملو مخه نیول سوې او لوی تعداد ترورستان هدف ته تر رسېدلو مخکي د امنیتي ځواکونو په ګوتو ور رغلي دي.
نوموړي په افغان سوله کي د نړیوالو همکاریو ترڅنګ د همسایه ګانو ترڅنګ د سیمي هیوادونو مرسته او رښتیني ژمني هم د یو اساسي شرط په توګه یاد کړل.