عصمت الله سلام –

په غزني ولایت کې ژوندمدني ټولني له هغو زده کونکوسره دځای ، خوړواوالباسوپه برخه کې مرسته وکړي کوم چې دکانکوردازمویني دورکولو لپاره له لري پرتوسیموڅخه دغزني ښارته راغلي وه .

ژوندمدني ټولنې دوه اونۍ مخکي له عدلي وزارت څخه په دې موخه خپل رسمې جوازترلاسه کړترڅودجنګ ځپلي ولس دذهنونودروښانولولپاره کاروکړي مخکي له دې چې دخپل دفترپرانستنه وکړي ښه یې وګڼله چې ترهرڅه مخکي دبې وزلوزده کونکوسره مرسته وکړي اوهغوته دځای ځایګي دبرابرولوترڅنګ دکانکورازمویني په هکله سمینارونه جوړکړي. داچې په غزني ولایت کې دکانکوردازموینې اخیستل دڅلورورځولپاره دوام درلود نوژوندمدني ټولنې هم د همدي څلورورځوپه جریان کې زده کونکوته دالباسي اواباتي ترڅنګ څلورورځني سمینارونه جوړکړل ترڅویادزده کونکي دکانکورازموینې په لاراوګودرښه وپوهیږي .

ژوندمدني ټولنه چې دغزني ولایت له هرې سیمې څخه استازیتوب کوي دعمرله اړخه لا هم تنکۍ ده خوهڅه کوي چې دغزني ولایت دځوانانوپه منځ کې یوالی اوهمغږي رامنځته کړي ، ترڅوپه دې وتوانیږي چې په غزني ولایت کې دتیروناخوالومخه ونیسي . یاده ټولنه به درسمې دفترله پرانستني سره سم دولس اوحکومت ترمنځ دپل بڼه غوره کوي ، هڅه به کوي چې دښوني په برخه کې له معارف سره اوږه په اوږه دخپل جنګ ځپلي ولس په راویښولوکې مرسته وکړي ، زده کونکوته اوږدمهاله اولنډمهاله کورسونه دایرکړي همدارازداټولنه به دمدني غږپه پورته کولوسره له ټولوهغوحقوقوڅخه ننګه کوي کوم داافغانستان اساسې قانون زموږملت ته ورکړي دي . ددې سربیره یاده ټولنه هوډلري چې په راتلونکي کې ددې ټولني له ادرسه یوه چاپي خپرونه هم ولري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *