تاند- دا ویدیو د یوې خدرۍ په سندره پیلېږي چې وايي:«موږ د حیواناتو په څېر وژل کېږو. موږ ته دعا وکړئ.»
غیردولتي موسسې وايي چې په تانزانیا کې تر ۳۳ زره زیات خدریان وژل شوي دي چې تر ۷۰ زیات په وروستیو ۳ میاشتو کې وژل شوي دي.
تراوسه پوري یوازې ۱۰ تنه د خدریانو د وژلو په جرم بندیان شوي دي.
په دغه اسلامي هیواد کې عمومي باور دا دی چې د خدري د بدن غړي د انسان د شتمنېدو سبب کېږي.
Please explain خدريان
خدریان په فلم کې تشریح شوي دي. هغه کسان چې د مخ پوستکی او وېښته یې د کومې مادې د کموالي له کبله بې رنګه وي
د خدري لفظ راته بېخي نا اشنا وو. هر څه مې چې اړولو را اړولو پرې نه پوهېدم، اول کې مې فکر کولو چې کوم حیوان به وي، په ویډیو کې مې د البینو او البینیزم ټکي واورېدل او پوه شوم چې سپین انسانان په کې له نورو سره فرق لري او په یوه دیوال هم البینو لیکل شوي دي. بیا مې په ویکپیډیا او ګوګل کې البینو، البینیزم او ورته لټون وکړ او معلومات مې ترلاسه کړل. هیله ده چې په راتلونکي وخت کې د کانفیوژن مخه ونیسئ. درناوی
ښه ده ګنډیری صاحب نور به مو له ذهنه نه وځي چې البینو ته په پښتو خدری وايي
مننه. کور مو ودان. د دې معنی دا نه ده چې یره ستاسو د کار درناوی نه کیږي. تاند ماشاءالله بې جوړې ده ، نور هم پرې کار کوو چې همداسې سرڅڼه وي.