دوهم څپرکی
د {رب العالمین} تفسیر
په دې کې څو فایدې دي.
د عالم اقسام او د هر قسم انواع:
لومړۍ فایده: موجود به یا واجب لذاته وي او یا به ممکن لذاته وي. واجب لذاته یوازي الله دی او ممکن لذاته له ده څخه پرته دا نور ټول موجودات دي، چې ورته عالم وایي. متکلمینو ویلي دي چې له الله پرته هر موجود عالم دی او عالم ته ځکه عالم ویل کېږي چې د ده وجود د الله پر وجود باندې دلیل دی.
له الله څخه پرته هر موجود به یا متحیز[1] وي او یا به د متحیز صفت وي او یا به نه متحیز وي او نه به د متحیز صفت وي چې په دې توګه عالم په درې قسمه دی.
- متحیز: دا متحیز به یا وېشل کېږي او یا به نه وېشل کېږي، که وېشل کېده نو دا جسم دی او که نه وېشل کېده دا جوهر فرد دی، جسم به یا له علوي اجسامو څخه وي او یا به له سفلی اجسامو څخه وي. علوي اجسام افلاک او کواکب دي او شرح پرته له دې دواړو څخه نور شیان هم ثابت کړي دي لکه عرش، کرسي، سدرة المنتهی، لوح او قلم او جنت. سفلی اجسام به یا بسیط وي او یا به مرکب وي. بسیط اجسام دا څلور عناصر دي :
- لومړۍ د ځمکې کره ده او څه چې په ځمکه کې دي، لکه بیدیاوې، غرونه او ښارونه.
- دوهمه د اوبو کره ده چې بحرونه اولوی، واړه سمندرګې دي او هغه څه چې په دې کره کې دي.
- درېیمه د هوا کره ده او
- څلورمه د اور کره ده.
مرکب اجسام حیوانات، نباتات او جمادات دي.
- د متحیز صفت عبارت دی له اعراضو څخه چې متکلمانو اعراض تقریبآ څلویښت ښودلي دي.
- درېیم قسم چې نه متحیز دی او نه د متحیز صفت دی، نو دا درېیم ارواح ده. دا ارواح به یا سفلی وي او یا به علوي وي، ارواح به یا له اجسامو سره تعلق لري چې ورته فلکي ارواح وایي او یا به له اجسامو سره تعلق نه لري چې دا ارواح پاک او مقدس ارواح دی.
د عالم دا درېواړه اقسام د رب العالمین پیدا ده او عالَم واجب الوجود لذاته عالِم ته په هرڅه کې اړتیا لري ځکه چې دا واجب رب العالمین دی.
دوهمه فایده:
مربي دوه قسمه دی، یو هغه مربي دی چې یو څیز د دې له پاره روزي او تربیه کوي چې ګټه ترې واخلي. دوهم هغه مربي دی چې مربی ٰد دې له پاره تربیه کوي چې په خپله مربی ته ګټه ورسېږي. دا ټولو خلکو تربیه په دوهم قسم کې راځي ځکه چې دا نور شیان روزي د دې له پاره یې روزي چې په کې ګټه وکړي، چې دا ګټه به یا ثواب وي او یا به ثنا او صفت وي. دوهم قسم مربي الله تعالی دی چې شیطان روزي خو د ګټې په تمه نه دی ځکه چې هغه بې نیازه او صمد دی. لکه چې په خپله وایي، ما تاسو د دې له پاره پیدا کړئ چې له ما څخه ګټه واخلئ. نه د دې له پاره چې زه له تاسو څخه ګټه واخلم. نو الله تعالی شیان روزي او ورسره ښېګڼه کوي، دی ډېر ښه روزونکی او ښېګڼه کوونکی دی.
د الله تعالی تربیه او روزنه د غیرالله په شان نه ده، ځکه چې غیر الله شیان د ځان د ګټې له پآره روزي او د دی خبرې بیان څو وجهي لري.
لومړۍ وجهه:
الله تعالی شیان روزي او خپل بندګان روزي نه د دې له پاره چې د ځان له پاره یې روزي بلکه شیان په خپله د همدغو شیانو له پاره روزي.
دوهمه وجهه:
غیر الله چې کوم څیز روزي نو ورباندې لګښت کوي چې په دې لګښت سره د ده په شتمنۍ کې کمي راځي او الله داسې نه دی، لکه چې په خپله وایي: {ان من شیء الا عندنا خزائنه وما ننزله الا قدر معلوم}.(حجر، ۲۱)
درېیمه وجهه:
پرته له الله تعالی څخه نور ښېګڼه کوونکی په ډېره غوښتنه خوابدي کېږي او بې وزله فقیر دګی او بیا څه نه ورکوي او شړي یې، خو الله په کلکه غوښتنه او په ټینګار سره غوښتنه باندې خوښېږي، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، ویلي دي: {ان الله تعالی یحب الملحین فی الدعاء} (الله په ټینګار سره له ده څخه غوښتونکی خوښوي).
څلورمه وجهه:
له الله څخه پر ته ورکوونکی چې څوک ور څخه څه ونه غواړي نه یې ورکوي خو الله تعالی خپلو بندګانو ته د دوی له غوښتنې پر ته هم د دوی د اړتیا هر څه ورکوي. ته نه ګورې چې وړوکی یې وروزلې. ته په ��حم کې وې، ته نا پوهه او جاهل وې، په دې نه پوهېدلې چې له الله څخه دې څه غوښتي وای خو ته یې روغ رمټ وساتلې او ښېګڼه یې در سره وکړه چې تا دا ښېګڼه نه وه غوښتې او تا عقل نه درلود، لاره دي نه پېژندله.
پنځمه وجهه:
چې له الله پرته ښېګڼه کوونکی یا په سبب د فقر، یا غیبت او یا په مرګ سره خپله ښیګڼه بندوي خو الله تعالی خپله ښېګڼه نه بندوي.
شپږمه وجهه:
له الله څخه پرته نور ښېګڼه کوونکي یو چا ته یو څه ورکوي او بل ته یې بیا نه ورکوي او د ده ورکړه عامه نه وي، خو د الله ورکړه، علم وي او که نور څه، بنده ته ورکوي او ټولو ته یې ورکوي، لکه چې په خپل وایي: {ورحمتی وسعت کل شیء} (زما رحمت هرڅه ته رسېږي) ځکه چې ډېر دی. نو ځکه یې د خپل ځان په باره کې ویلي دي: {الحمدلله رب العالمین}.
درېیمه فایده:
څوک چې په نړۍ د چا حمد، مدح او تعظیم کوي دا له څلورو وجهو څخه کوي، الله ځکه بې غوښتنې ورکړه کوي چې په خپله له ټولو نیمګړتیاوو او کمښتونو څخه کامل دی، په ذات او صفاتو کې او هیڅ نیمګړتیا نه لري او ښېګڼه کوي، ځکه چې ښېګڼه کوونکی، نعمت ورکوونکی دی. ته ورڅخه ښېګڼه په راتلونکي کې غواړي او یا ورڅخه ډارېږي او ښېګڼه یې غواړې، نو وایي چې ای بندګانو ما وستایي، ځکه چې رب العالمین یم. چې همدا د {الحمدلله} مراد دی. که تاسو ما عظیم ګڼۍ نو زه رب العالمین یم ځکه مې عظیم بولئ، نو زما حمد ووایاست، ځکه چې زه اله العالمین یم. او که تاسو زما تعظیم کوئ چې وروسته در سره ښېګڼه وکړم نو رحمان رحیم یم، او که تاسو زما تعظیم د دې له پاره کوئ چې له ما څخه ډارېږئ نو زه مالک یوم الدین یم.
څلورمه فایده: الله چې خپل بنده ګان روزي دا ډېر وجوه لري چې پای نه لري او دلته یې یو څو مثالونه او بېلګې یادول کېږي:
لومړۍ بېلګه، د پلار اومور څخه په رحم کې نطفه ده چې لومړی پرنډ وینه شوه، بیا د غوښې یوه بوټۍ شوه بیا ور څخه مختلف اعضاء پیدا شول لکه هډوکي، غضروفونه یعنيی تیندوړي، بیا ور څخه نور رباطات ، تار او رنګونه پیدا شول بیا دا ټول یو په بل پوري سره ونښتل بیا په دې ټولو کې خاص خاص قوتونه پیدا شول. باصره قوه، په سترګو کې پیدا شوه. ناطقه قوه، په ژبه کې پیدا شوه او دا د الله په تربیه باندې دلالت کوي چې خپل بنده یې په دې توګه روزلی دی.
دوهمه بېلګه، دا ده چې له ډېرو بې شمېرو غړو روغ وګړي، څاروي او نباتات یې پیدا کړي او حیوانات وګړي او نور ژوندي شیان یې ورڅخه جوړ کړي. په دې دومره ډېرو شیانو پیدا کولو یې د ژوند ګټه ده. الله تعالی وایي: {انا صبب الماء صباً ثم شققنا الارض شقا} (عبس، ۲۵ – ۲۶)
درېیمه بېلګه، دا ده چې الله تعالی افلاک او کوائب جوړ کړي دي چې د بندګانو په کې ګټه ده، شپه یې د راحت له پاره او ورځ یې د کارو بار له پاره جوړه کړي ده. لکه چې وایي: {هوالذی جعل الشمس ضیاء والقمر نوراً او قدره منازل لتعلموا عددالسنین اوالحساب، ما خلق الله ذالک الا بالحق} (یونس، ۵) {وهوالذی جعل لکم النجوم لتهتدوا بها فی ظلمت البرو النحر} (الانعام، ۹۷) او ویلي یې دي: {الم نجعل الارض مهاداً والجبال او تاداً} (النباء، ۶ – ۷) نو کله چې ای بنده ته په معادنو کې، نباتاتو، حیواناتو او د الله د حکمت په آثارو کې چې په وګړو کې یې پیدا کړي دي فکر وکړې نو تاته خپل عقل په ښکاره وایي چې الله د تر بیې او روزنې ډېر اسباب پیدا کړي دي چې په دې راز فکر سره ته د الحمدلله رب العالمین پر یو څه اسرارو پوهېږې.
پنځمه فایده:
الله تعالی د حمد نسبت خپل ځان ته کړی دی، نو ویلی یې دي: {الحمدلله} او بیا یې د ځان اضافت عالمونو ته کړی دی، نو معنایې دا ده چې الله وایي د بنده نسبت مې خپل ځان ته وکړ، ځکه چې زما ملک دی او زه یې مالک یم. بیا مې خپل ځان معرفي کړ ځکه چې همدا زه رب العالمین یم. دا د دې دلیل دی چې الله د کاملو صفتونو خاوند دی. نو کله چې موږ ووایو، الله دا وینا زموږ په دې دلالت کوي چې الله واجب الوجود لذاته دی.
دا چې وایي، رب العالمین معنا یې دا ده چې د ټول عالم وجود د ده تربیه، احسان او وجود دی ډېر کامل او پوره دی.
شپږمه فایده:
الله بنده ته وایي چې زه له تا څخه پرته نور بندګان هم لرم لکه چې وایي: {ومایعلم جنود ربک الاهو} (ستا د پالونکي د لښکرو شمېر همهغه ته مالوم). ته پر ته له ده څخه بل رب نه لرې او بیا تا داسې روزي لکه چې پرته له تا څخه بل بنده نه لري او ته د ده داسې عبادت کوې لکه چې ته له ده څخه پرته بل رب هم لرې. دا څومره ښه روزنه ده. دی دې په دې ورځ له افاتو او بلیاتو څخه ساتي او د دې ساتنې عوض در څخه نه غواړي او د شپې دي هم بې عوضه ساتي، نو ساتونکي نوکران واکمن هره شپه ساتي نو دا ساتونکي دا خپل واکمن د چیچونکو له چیچلو څخه ساتلای شي؟ او الله بندګان له هرې بدې ورځې او افاتو او بلیاتو څخه ساتي د الله څومره ستره تربیه ده او څه ښه تربیه او ساتنه ده.
اوومه فایده: قدریه پوهانو ویلي دي چې الله ځکه چې د عالمونو رب دی او د دوی روزونکی دی ورسره ښېګڼه کوي او له ضررونو یې ساتي. خو دا چې په کافر کې یې کفر پیدا کړی دی او بیا یې په دغه کفر باندې عذابوي او پر ایمان امر کوي بیا یې منع کوي او نه یې پرېږدي چې مومن شي. نو بیا نه دا رب دی او نه مربي دی، بلکه ضرر رسوونکی او اذیت کوونکی دی.
جبریه وایي: الله به هغه مهال رب او مربي شي چې نعمت د ده له لوري وي او الطاف د ده له لوري او د ده په رحمت سره بندګانو ته رسېږي. نو کله چې ایمان په نعمتونو کې یو ستر اولوی نعمت دی نو دا واجب ده چې دا ایمان د الله له لوري بنده ته ور کول شوی وي چې دی رب العالمین شي او په بندګانو کې د ایمان خالق او محسن شي.
اتمه فایده: موږ چې د الله هر څومره ستاینې وکړو دی له دې ټولو ستاینو څخه اشرف او لوړ دی.
[1] چې په مکان کې محصور وي