وسله والو طالبانو په تېرو دريو کلونو کې د ننګرهار د شينوارو او بټي کوټ ولسواليو ۱۸زره کورنۍ اړ کړې، چې خپلې مېنې پرېږدي. دغه بې ځايه شوې کورنۍ، جلال آباد ښار، کابل او پاکستان ته کوچېدلې دي.

د دغو کورنيو زيات شمېر له دې امله تهديد شوې، چې د کورنيو غړي يې د ملي پوځ په ليکو کې دي او يا يې هم له کورونو طالبانو جنګي مرکزونه جوړ کړي دي.

په ننګرهار کې ډېری وزيرستاني او اپريدي وسله وال جنګيالي فعاليتونه کوي، چې همدا پرون يې د هسکې مينې ولسوالۍ په ګورګورۍ سيمه کې څلور ملکي وګړي له تښتولو وروسته د جاسوسۍ په تور حلال کړي دي.

د ننګرهار ولايت قومي مشران او مسوولين وايي، د ياد ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګوري سيمه کې وسله والو طالبانو څلور ملکي وګړي د جاسوسۍ په تور حلال کړي او د وجود ځينې اندامونه يې ترې پرې کړي دي.

دغه څلور کسان څلور ورځې د مخه وتښتول شول، چې يو کس يې په همغه لومړۍ ورځ او درې نور يې بيا پرون حلال کړای شوي دي. د ځايي خلکو په خبره، اونۍ د مخه هم يو تن وسله والو مخالفينو د ګورګورۍ په بازار کې حلال کړى و او له هغه وروسته يې ترې ځينې غړي پرې کړي وو.

د شينوارو يوه قومي مشر حاجي امير محمد د محور خبريال ته ويلي، وسله والو طالبانو په تېرو دريو کلونو کې د ننګرهار د هسکې مېنې او دوربابا له ولسواليو څخه ۷۰۰۰ کورنۍ اړ کړې، چې خپلې مېنې پرېږدي.

دی وايي، په ټوله کې د ننګرهار د شينوارو د شپږو ولسواليو ۱۲زره کورنۍ په همدې موده کې د ياد ولايت نورو سيمو، جلال اباد ښار، کابل او پاکستان ته کوچېدلې دي.

د بټي کوټ ولسوالۍ يوه مخور محور ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل، په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولسوالۍ ۶۰۰۰ کورنۍ بې ځايه شوې او خپلې مېنې يې پرې اېښې دي.

ځايي خبريالان وايي، له وختونو د ننګرهار د ځينو ولسواليو بې ځايه شوي، د ياد ولايت په بهسودو، غازي امان الله خان ښارګوټي او د ښار په کنډوالو او خېمو کې په خورا ناوړه حالت سره ژوند تېروي.

دوی وايي، د بې ځايه شويو ډېری هغه کورنۍ دي، چې د کورنۍ کوم غړی يې د ملي پوځ په ليکو کې د خپل وطن د دفاع په خاطر جنګيږي او يا هم له دولت سره په کار بوخت وي.

شينواري يو له هغو سيمو بلل کېږي، چې تر ټولو ډېر ځوانان يې له ملي پوځ سره په دندو بوخت دي، خو همدا سيمې بيا د طالب اورپکو د جګړې تاوده سنګرونه هم بلل کېږي.

ځايي خلک وايي، په ننګرهار ولايت کې ډېری وسله وال جنګيالي د قبايلي سيمو وزير او اپريدي دي، چې له کليوالو سره خورا ناوړه چلند کوي: ((په ټوله کې دلته د منګل باغ، اسلامي امارت، محاذ فدايي، لشکر طيبه او نورې وړې ډلې فعاليتونه کوي. دوی خپل فعاليتونه د ځايي طالبان په مشوره او مرسته تنظيموي. دوی له خلکو عُشر ټولوي او د خپلې جګړې ستره برخه له همدې لارې تمويلوي.))

په ننګرهار کې د وسله والو په اړه هېڅوک هم غږ نشي جګولای، که چا غږ پورته کړ او يا طالب وسله وال ورباندې شکمن شي، نو له ځنډ پرته يې له منځه وړي.

تېره مياشت محور داسې راپور خور کړ، چې د ننګرهار د سپين غر په لمنو کې طالبانو تر ۸۰ کليوال وګړي برمته کړي وو او په هغوی يې تيرا ته د غره په لمنو کې لاره ايستله.

ځايي خلک وايي، څوځله عملیات وشول، خو چاڼ شوې سيمې د امنيتي ځواکونو له لوري پرېښودل شوې او طالبان د جګړې تر ختمېدو وروسته بېرته ورستانه شول.

دوی وايي، د ننګرهار په ډېری سيمو کې خلک دې ته اړايستل کېږي، چې د خپلو ستونزو د حل لپاره پاکستان ته لاړ شي له هغه ځایه له طالب مشرانو څخه مکتوب راوړي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر سفيرزی وايي، په ننګرهار کې ټولې ۱۶ زره بې ځايه شوې کورنۍ، دېره دي، چې يو شمېر له نورو ولايتونو هم دې ياد ولايت ته ورغلې دي. دی وايي، ددغو کورنيو ډېری يې د جګړو له امله بې ځايه شوي، خو هرې کورنۍ ته يې د مرستندويه موسسو په مټ مرستې رسولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *