عجبه باچا دی، انصاف کوي، خو په بې عقلۍ سره. آهو دا د کوم ځای حق دی چې يو قاتل، يوه ښکلې پېغله د سياه کاري په الزام کې او يو د خانقاه غل تش د غلا په تور بيا و مرګ ته وسپاري او دا تحقيق نه کوي چې ولي . په دې هم د عربو خليل جبران او هم زموږ د پښتنو الطاف خټک احتجاج کوي.

ما خو ويل چي الطاف صاحب به ټول عمر په ښکلي انګليسي ليکلو کې تېر کړي وي ، خو اوس چي مي د ده د افسانو مجموعه “ځئ چې ځو جنت ته” وکته ، نو ډېرې ښايستې پښتو يې حېران کړم ، د خليل جبران يوه افسانه يې داسي ژباړلې وه لکه د ده ليک چې وي، خو په پای کې خبر سوم چي دا خو مشر ژباړه کړې وه . واه مشره واه ، ډېر ښه .

يوازي خليل نه بلکې الطاف لالا دواړه يو مترقي نظر لري ، د داسي ټولنې څخه يې بد کېږي چيري چي سسټم نه وي او د بې انصافۍ پکې راج وي . د دواړو دا نظر دی چي داسي معاشرې له تباهي سره مخامخ سوي دي .

قاتل قتل ځکه کړي وو چي هغه له يوه ظالمه د يوې معصومي پېغلي عزت بچ کړي ، زناني هيڅ سياکاري نه وي کړي ، خو بد بخت مېړه يې له بد نيتي تور ورباندي ولګوي او غله د مړو او عياشو عيساي پادريانو له خانقاه هيڅ سره زر نه وي غلا کړي ، بس له ګودامه يې د خپلو وږو بچيانو دپاره يوه لمن غنم له مجبورۍ اخيستي وي . دا ډول نه خو تحقيق کېږي او نه بې صلاحيته باچا خپل سسټم سموي او درې سره د سزا په توګه مړه کړي .

که وګورو نو بيا انقلابات هم په دغه ډول ټولنو کښي راځي چي توره شپه وي پکښي ، په امن نه بلکه بيا نو له ځانه سره د دروېش دراني په وينا په زراو ککرۍ هم خوري ، ځکه خو د دانش خاوندان الطاف او خليل دواړه له داسي تشدده د بچ کېدو دپاره د ښه سسټم خبره کوي چي زما په خيال جمهوريت دي او موږ يې ښکلي رنګونه په يورپ کښي وينو .

د جبران ددې قيصې نوم الطاف لالا “قبرونه په وير دي” ټاکلي دي او دا دده ښکلي انتخاب او دښه ذوق ترجماني کوي . پښتو ادب تل و ښو ژباړو او د الطاف خټک غوندي تکړه ليکواله ته اړتيا لري .

One thought on “الطاف خټک، خليل جبران او له تشدده نفرت/ فاروق سرور”
  1. فکر کوم چې لیکوال د پښتو ی ګانې هېڅ نه دي مراعت کړي. که کېدای شي په داسې حالتونو کې دې تاند له داسې لیکوالو نه اجازه غواړي او بیا دې یې لیکنې سموي ځکه د تاند تقریبا ټولې لیکنې په پښتو املا او انشاء برابرې وي. البته، تر دې به ښه دا وي چې دغه او نور لیکوالان د پښتو ی ګانې د صحیح استعمال په هکله معلومات ترلاسه کړي. دا یې لېنک:
    http://www.bbc.co.uk/academy/pashto/article/art20140611102941969

    یا

    http://www.hewad.com/pashto/pakhto-ye-gane.htm

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *