تاند- رویټرز خبري اژانس وايي د امریکا متحدو ایالتونو د سخت دریځو د ځپلو لپاره د پاکستان په ګټه په وروستیو کې یو لړ اقدامات کړي خو د دې په مقابل کې د پاکستان له لوري په خپله ژمنه کې، چې وسله وال سخت دریځي به د خبرو مېز ته حاضروي، کوم پرمختګ نه لیدل کېږي.
د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ نژدې اړیکې په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي د القاعده او طالبانو د ماتولو لپاره کلیدي اهمیت لري.
درې هیوادونه لا هم پر یو بل مشکوک دي، خو تېره اوونۍ د دوی همکاري یو څه نتیجه ورکړه.
امریکايي ځواکونو د پاکستاني طالبانو یو پخوانی قومندان، چې په افغانستان کې نیول شوی و، پاکستان ته وسپاره. پاکستان هم په خپله خاوره کې د القاعده دوه مشران ووژل.
په همدې حال کې پاکستاني طالبان وايي چې امریکايي پوځیانو په افغانستان کې د دوی پر پټنځایونو د توغندو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي چې ویل کېږي له کبله یې په پاکستان کې د طالبانو بریدونه له خنډ سره مخامخ شوي دي.
خو د دې په مقابل کې پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو په وړاندې هیڅ اقدام نه دی کړی. لا هم د افغان طالبانو مشران په کوټه، کراچۍ، اسلام اباد او پېښور کې ناست دي او له هماغه ځایه جګړه رهبري کوي.
رویټرز خبري اژانس د یوه پاکستاني چارواکي په قول، چې له جنرال راحیل شریف سره واشنګټن ته په سفر تللی و، وايي د پاکستان د پوځ لوی درستیز د کابل او ورپسې د واشنګټن له سفرونو وروسته دا خبره کوي چې که د امریا متحد ایالتونه د پاکستاني طالبانو په ځپلو کې مرسته وکړي نو پاکستان به افغان طالبان خبرو ته حاضر کړي.
ده وویل:«اوس د امریکا متحد ایالتونه پر خپلې دې ژمنې، چې د پاکستاني پوځ دښمنان به ځپي، عمل کوي. د القاعده پر ضد عملیات د امریکا او پاکستان د تاکتیکونو د نژدې توب معنا لري. خو دا تاکتیکي اقدامات دي، نه ژور ستراتیژیک بدلون، په مجموع کې لا هم اعتماد نه دی رامنځته شوی.»
له بلې خوا ټاکل شوې ده چې د امریکا کانګریس روانه اوونۍ پاکستان ته په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د یو ملیارد ډالره پوځي مرسته تصویب کړي.
په دغو پیسو کې ۳۰۰ ملیونه له دې سره تړل شوي چې داسي شواهد باید پاکستان وړاندې کړي چې د حقاني شبکه یې ځپلې ده.