تاریخ: ۱۹ قوس ۱۳۹۳

کابل افغانستان- د هیواد له ټولو ولایتونو د سولي ولایتي شوراګانو ښځينه استازو نن په سپېدار ماڼۍ کي له اجرائیه رئیس سره وکتل او له هغه یې وغوښتل، چي د سولي شورا لپاره په نوي میکانیزم کي د دوی د ونډي زیاتولو لپاره اقدام وسي.

د سولي ولایتي شوراګانو دغو غړو همداراز وویل، چي د سولي پروسې لپاره دي افغان حکومت په عملي توګه ګامونه پورته کړي او دغه هڅي دي په سرتاسري کوښښونو باندي بدلي کړي.

هغوی له حکومت څخه وغوښتل، چي د سیاسي جوړجاړي او د سولي پروسې پرمهال باید د ښځو حقوقو ته پاملرنه وسي او هغه پرمختګونه قرباني نه سي، چي په تېره یوه لسیزه کي لیدل سوي او تر لاسه سوي دي.

د سولي ولایتي شوراګانو یادو استازو د ولایتونو په سطحه ددوی له سمبولیک حضور څخه هم شکایت وکړ او غوښتنه یې وکړه، چي په نوي میکانیزم کي دي ددوی ونډه او تعداد اضافه سي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سولي شورا د ولايتي کمېټو له استازو څخه مننه وکړه، چي په ډېر حساس وخت کي یې د سولي د راتګ لپآره کوښښونه کړي دي.

نوموړي وړاندي وویل، چي د هیواد په وروستیو پرمختګونو کي ښځو له نارینه و سره اوږه پر اوږه کار کړی او خپل وطني مسؤلیت یې په سمه توګه سر ته رسولی دی.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، چي د جنګ تر ټولو زیات قرباني قشر ښځي دي او د سولي په راتګ کي هم مؤثر رول لوبولای سي، نو ځکه باید د سولي په پروسه کي ښځو ته توجه زیاته سي.

هغه همداراز وویل، چي د ملي یووالي حکومت د سولي لپاره پخه اراده لرې او تر پخوا په ډېر قوت سره به ددې هیلي د تر لاسه کولو لپاره کار کوي. اجرائیه رئیس یادونه وکړه، چي د سولي میکانیزم کي به ممکنه تغیرات راځي او هلته به پر دې هم فکر کيږي، چي د ښځو ونډه زیاته سي، ځکه په خبره یې، چي د سولي لپاره کار یوازي د حکومت نه، بلکه د هر افغان، نر او ښځي وظیفه ده او دا رسالت باید په مسؤلانه توګه قبول سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *