تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سي آی اې له لوري د بندیانو د تعذیب او شکنجې په اړه د امریکا د مشرانو جرګې راپور بوږنوونکی وباله، ویې ویل چې د سي آی اې یو شمېر مامورینو او د هغو قراردادیانو د بشري حقونو ټول منل شوي اصول، د امریکا د متحدو ایالتونو قانون، او نړیوال منل شوي اخلاق ترپښو لاندې کړي دي.
ولسمشر غني وویل چې تېره شپه یوولس بجې یې دا راپور، چې ۲۹۹ مخه دی، له انترنټه ترلاسه کړ او ټول یې ولوست:«د افغانستان دولت دا غیرانساني اعمال تر ټولو په سختو ټکو غندي. په اوسنۍ نړۍ کې د داسي اعمالو او د انسان د شکنجې لپاره هیڅ ډول توجیه نشته.»
ده زیاته کړه:«دا یوه خبیثه حلقه ده، کله چې یو څوک په غیرانساني ډول شکنجه شي له بده مرغه په غیر انساني بڼه عکس العمل ښيي او د خبیثه حلقې عمل او عکس العمل رامنځته کېږي چې ټول له هغه نه صدمه ویني.»
د افغانستان ولسمشر همداراز وویل چې دا راپور ښيي چې افغانان هم شکنجه شوي او حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي.
ده وویل چې د شکنجه شویو کسانو دقیق شمېر نه دی څرګند خو د یو شمېر کسانو نومونه یاد شوي، د هغوی د نومونو لیست د راپور په پای کې راغلی مګر د دغو کسانو ملیت مشخص شوی نه دی.
اشرف غني وویل چې د دوی غوښتنه دا ده چې د دغو کسانو شمېر او ملیت څرګند شي څو د هغو د حیثیت د اعادې او حقونو لپاره په جدي او اساسي ډول عمل وکړي.
د افغانستان ولسمشر دا هم وویل چې په راپور کې په ډاګه شوې چې یو شمېر شکنجه شوي کسان مطلقاً بې ګناه ول او دا خبره ثابته شوې هم وه.
د افغانستان ولسمشر خبرداری ورکړ چې د افغانستان او امریکا د دوه اړخیزې امنیتي موافقې پر اساس، چې یو ویشت ورځې وروسته لازم الاجرا ده، هیڅوک نه شي کولی چې په افغانستان کې څوک بندي کړي، یا بندیخانه جوړه کړي.
له امنیتي موافقې سره سم هیڅ بهرنی حق نه لري چې افغان ونیسي، کور ته یې ننوځي یا خاصه بندیخانه ولري.
ده وویل چې بهرني پوځیان به نور په افغانستان کې افغان امنیتي ځواکونو ته له روزنې، مشورې او تسلیح کولو پرته په جګړې کې برخه نه اخلي.
که د ډاکټر غني خبرې په پښتو نه وي لکه چې تاسو په قوسونو کې ایسارې کړې دي او اصلا په انګلیسي وې بیا به هغوی د vicious cycle اصطلاح کارولې وي چې معنی یې خبیثه دایره ده نه حلقه ځکه په حلقه کې اکثر وختونه اشاره انسانانو ته کیږي چې شاید دلته هم ترې خلک همداسې نظر واخلي په داسې حال کې چې دایره له انساني چاپېریال نه وځي او اکثر عملونو پورې اړه نیسي. درناوی
هر هغه څه چې په «» کې راغلي مستقیم نقل قول دی. همدا کلمه یې استعمال کړې ده.
د داکټر صاحب اشرف غنی لوړ انسانی خواخوږی احساس د قدر وړ دی.خو زموږ ګیله د ولسکشر نه کیږی چی هسی خو ډاکټر صاحب اشرف غنی تشناب ته هم نه بریږدی ولی که چی به هغه وینا کی چی د سی آی ای په هکله یی کوله تر شا ودریدلی وای پښی خو د نه ماتیدلی؟ او که دلته بیا د ۵۰ سلنی خبره نده د پوره د سلنی ۱۰۰(٪ )خبره ده ؟ پدی معنی چی د وینا مخالف یی یاست.